د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی بیا کاندید شو


جمهور رئیس حامد کرزي د جمهوري ریاست آینده انتخاباتو ته رسما خپل ځان د کاندید په توگه ثبت کړی دی.

ښاغلي کرزي کریم خلیلي او قسیم فهیم خپل مرستیالان ټاکلي دي.

ښاغلي کرزي خبریالانو ته وویل له پوره دقت وروسته یې تصمیم نیولی چې ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړي. هغه وویل د اوو کلونو تجربو دی کار ته اړ کړی او د زیاته یې کړه چې دا به یې د خلکو په ګټه وي.

جمهور ریس کرزي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې څومره ډاډ لري راتلونکي ټاکنې به وګټي وویل د رایو د ورکړې حق له افغانانو سره دی او هغوی تصمیم نیونکي دي.دي.

د کرزي کاندید لومړي مرستیال قسیم فهیم بیا وویل دی هڅه کوي د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي هغه وویل که څه هم په تېره پنځه کلنه دوره کې له کرزي سره یو ځای نه وو ولې اوس خوښ دی چې یو ځای بیا ورسره کار کوي.

په عین وخت کې، په لغمان کې په یوه ځانمرگې حملې کې، د مهترلام ښاروال، د هغه درې محافظین او درې ملکي خلک وژل شوي دي.

په افغانستان کې زیاتېدونکو د تشدد پیښو او پر حکومت باندې د اداري فساد تورونو په داخل او خارج کې د ښاغلي کرزي موقف ته تاوان رسولی دی خو راتلونکو انتخاباتو ته تر اوسه پورې دده په خلاف قوي کاندید نه دی را برسیره شوی.

له بلې خوا چارواکي وايي، د زابل په ولایت کې پر یوه تراکتور باندې بم چاودلی او ١٢ ملکیان پکې وژل شوي دي. همدارنگه طالبانو په همدې ولایت کې د امنیتي محافظینو پر یوې ډلې حمله کړې او شپږ محافظین یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG