د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: امریکايي عسکر باید پر خپل وخت ووځي


د عراق حکومت وايي، ددې امکان نشته چې د عراق له ټولو ښارونو نه د امریکايي عسکرو د وتلو نیټه تمدید شي. ټاکل شوې ده چې د سرطان په نهمه د عراق له ښارونو نه امریکايي قواوې ووځي.

د حکومت ویاند علي الدباغ نن وویل، د عراق او امریکا تر منځ د سولې د تړون له مخې حکومت د عسکرو د وتلو دغې نیټې ته متعهد دی.

په عراق کې د تشدد د پیښو له زیاتېدو سره دا اندېښنې راپیدا شوي چې آیا د ملک امنیتي قواوې دې ته تیارې دي چې د امنیت مسئولیت پر غاړه واخلي. امریکايي پوځي مشرانو ویلي دي، پر دې غور کوي چې که د عراق حکومت ورڅخه غوښتنه وکړي نو د سرطان له نهمې وروسته هم د موصل په ښار کې پاتې شي.

د عراق او امریکا تر منځ د امنیتي تړون له مخې، ټاکل شوې ده چې امریکايي عسکر تر ٢٠١١م کال پورې له ټول عراق نه ووځي.

XS
SM
MD
LG