د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: ایران سره خبرې تاوان نلري


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس منځني ختیځ ته سفر پیل کړی دی. دی غواړي د سیمې مشرانو ته ددې خبرې اطمنان ورکړي چې د ایران په باب د امریکا نوی ډیپلوماتیک دریځ به د امریکا او عربي ملکونو د اوږدې مودې دوستانه اړیکې په خطر کې وا نه چوي.

ښاغلی گیټس نه مصر ته ور ځي او ددې اونۍ په پای کې به سعودي عربستان ته هم ورشي.

هغه پر لاره خبریالانو ته وویل، له تهران سره هر راز مذاکرات به نه یوازې د امریکا بلکه د ټولې سیمې د امنیت په گټه وي.

گیټس وویل، د ایران او امریکا د آینده اړیکو په باب مبالغه آمیزو پیشبینیو هم په سیمې کې ځینې اندېښنې پیدا کړي دي.

هغه وویل، په داسې حال کې چې امریکا غواړي له ایران سره خبرې وکړي که له مقابل لورې نه اخلاص و نه ویني، نو په دې صورت کې به ډیر کلک چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG