د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د بشري حقوقو پر مدافعینو انتقاد کړی


ایران د بشري حقوقو پر نړیوالو ادارو تور لگولی چې په ایران کې د قیدي ایران الاصلي امریکایۍ رخشانې صابري په دوسیه کې مداخله کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، حسن قشقاوي نن ووی، د ایران قضائیه خپلواکه ده او هر راز خارجي مداخله پکې د نړیوالو نورمونو خلاف ده.

د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې یو شمیر غړو پرون په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د مرکز دباندې مارش وکړ. دوی د میرمن صابرې د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

میرمن صابري تیره میاشت په تهران کې امریکا ته د جاسوسئ په جرم په اته کاله بند محکومه شوه.

واشنگټن پر هغې باندې لگېدلي تورونه بې اساسه بللي او د تړلو دروازو تر شا پر محاکمې یې انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG