د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه والي: امنیتی قواوو ٢٥ یاغیان وژلي


د فراه والې واېې امنېتی قواو٢٥ کسان په هغه جگړه کې ووژل چې د سه شنبی په ورځ وروسته له هغه پېښه شوه چې طالبانو په عام محضر کې دری ملکیان اعدام وکړل.

په دغه جگړه کې د امنیتی قواو ملاتړ غربی الوتکو کاوه.

د فراه والی روح الامین وویل چې دیاغیانو د مړیو شمېر لږ تر لږه ٢٥ کسانو ته رسیږی.

داسی رپوټونه هم راغلی دی چی جگړه مارانو د نښتې په وخت کې د ملکیانو په کورو نو کې پناه اخېستی وه.

د سه شنبی په ورځ د وخته، طالبانو دخلکو په مخ کې دری کسان په دې تور وویشتل او وې وژل چې هغوی حکومت ته کار کاوه.

XS
SM
MD
LG