د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: د فراه بمباریو په لسهاو ملکیان وژلي


د سره صلیب چارواکی وایی چی دوی هغه ځایی رپوټونه تاییدوی چی دامریکا په مشری هوایی بریدونو کی په افغانستان کی په لسهاو ملکی کسان وژل شویدی.

رپوټ وایی چی دافغانستان جمهوررئیس ښاغلی کرزی لوړه کړیده چی دامریکا له جمهوررئیس براک اوباما سره به په خپل ملاقات کی داخبره مطرح کړی.

دامریکا غږ خبریال بیری نیوهاوس وایی چی دامریکا پوځ او دافغانستان حکومت د مفتشانو یوه ډله د پیښی ځای ته لیږی چی تحقیقات وکړی. اوس به د بیری نیوهاوس رپوټ واورۍ

ځایی افغان چارواکی وایی چی دا پیښه ددوشنبی اوسه شنبی په ورځ هغه وخت د فراه په ولایت کی وشوه افغان قواو له یاغی طالبانو سره مرسته کوله او امریکا یی قواویی ملاتړ کاوه . د سره صلیب نړیواله کومیټه وایی چی دا مریکا په مشرئ دایتلاف د جنگی الوتکو له خوا پری بمباری شوی وه. او لږ تر لږه سل کسان یی وژلی دی.

د ای سی ار سی ډلی دځایی خلکو ادعاگانی تایید کړیدی چی په لسهاو ملکی کسان وژل شویدی او په مړو کی دښځو او ماشومانو مړی هم موند ل شویدی چه په دغو بمباریو کی وژل شوی ؤ.

دسره صلیب یوی نطاقی ویل چه دخیریه موسسی یو کارکونکی هم په دغو بمباریو کی دخپلی کورنئ د دیارلسو کسانو سره یو ځای وژل شوی دی. امریکایی او افغان مامورینو ویلی دی چه ددغو هوایی بمباریو په باب تحقیقات کوی.

ایتلافی قواوی وایی چه بمباری یی وروسته دهغی وکړه چه د طالبانو سره یی جنگ ونښته او طالبانو دری تنه په عام محضر کی په گولیو وویشتل.

دمفتشانو هغه گډه ډله چی هلته دامریکا پوځ او افغان حکومت لیږلی ده چی له ځایی خلکوسره مرکی وکړی هغوی وایی چی په سیمه کی د جنگ ادامی ددوی ماموریت ځنډولی دی.

دامریکا د سفارت مرستیاله فرنسیس وایی: اولنی رپوټونه تقریبا هروخت یا له یوه پلوه او یاله بل پلوه سم نه وی. موږ په دی هم پوهیږو چی یاغیان په دی رپوټو کی گوتی وهی او ځینی وخت یی له ځان نه جوړوی، نو زه گومان کوم چی پکارده موږ د حقایقو معلومیدلو ته انتظار وکړو.

رپوټ وایی چی په مشابه رپوټونو او پیښوکی دامریکا چارواکیو دافغانانو ادعاگانی د زیات شمیر ملکی تلفاتوپه باب ردکړیدی. خو وروسته بیا سره صلیب او ملگرو ملتونو غټ شمیر تلفات تائید کړیدی.

دغه راز پیښی ددی سبب سویدی چی دغه مسله ډیره متنازع فیه مسله شی او عالی رتبه چارواکی د ښاغلی کرزی په شمول یی دیته هڅولی دی چی نړیوالی قواوی دیته وهڅوی له زیات احتیاط نه کار واخلی. ښاغلی کرزی داویلی دی هوایی بمباری او په کورو نو باندی چپاوونه ددی سبب کیږی چی په افغانستان کی دنړیوالو قواو ملاتړته تاوان ورسیږی.

ملگرو ملتونو په ٢٠٠٨ کال کی اټکل کړی و چی ٨٢٨ ملکیان دایتلاف او افغان قواو له خوانه وژل شویدی. داشمیر له تیرکال نه دری برخی لوړ دی. په مړیو کی زیاتره کسان په هوایی بمباریو وژل شویدی. په یوه پیښه کی دملگرو ملتونو د اټکل له مخی ٩٠ تنه ملکیان دفراه ولایت په عزیز اباد کلی کی وژل شوی وو.

په افغانستان کی دایساف قواو یو جنرال ریچرد بلانشیت وایی دخارجی هیوادونو هغه عسکر چی افغانستان ته راځی هغه په دی کی روز ل شویدی چی له دغه رازپیښونه ځان وساتی خو داسی پیښی بیا هم پیښیږی . جنرال ریچرد وایی :

(...موږ په دی ښه پوهیږو چی موږ غواړ د ملکی تلفاتو شمیر صفر ته راښکته کړوخو دیاغیانو دا عمل چی انسانان د بشری سپر په توگه کاروی او هلته پناه اخلی یومشکل کاردی چی یاغیان اوملکی خلک دیاغیانو د دی بزدلانه عمل په وجه سره جلا کړای شی.

رپوټ وایی چی دافغانستان جمهوررئیس ښاغلی کرزی لوړه کړیده چی دامریکا له جمهوررئیس براک اوباما سره به په خپل اولنی مخامخ ملاقات کی داخبره مطرح کړی.

XS
SM
MD
LG