د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ملکي تلفاتو مظاهرې راپارولي


نن د فراه په ولایت کی قهرجنو مظاهره چیانو په دولتي ودانیو باندي د ډبرو واري وکړل چی په دې وروستیو وختو کی د ملکي خلکو د وژلو په باب چی دوی یې ملامتي د امریکا په هوایي حملو اچوي، احتجاج وکړی.

د فراه د ښار اوسیدونکو وویل چی کله چی پولیسو د مظاهره چیانو مخه ونیوله نو په دې وخت کی د توپکو ډزي وسوې، مگر دا معلومه نه سوه چی دا ډزي د کومي خوا شوي دي.

د فراه د ولایت د روغتیا مامورین وایی چی په دې شخړو کی لږ تر لږه څلور کسه زخمي شوي دي، چی په کی یو مظاهره چي هم شامل و.

دغه خلک له دې کبله په مظاهره راوتلي وو چی ددې هفتې په سر کی د فراه په ولایت کی د افغان محلي مامورینو په قول د امریکا په هوایی حمله او ددغی حملې په ارتباط په نورو جگړو کی څه د پاسه ١٠٠ تنه چی زیاتره یې ملکي خلک وو، وژل سوي دي.

مگر په افغانستان کی د امریکا او ناتو د قواو عمومي قوماندان جنرال ډېویډ میک کارنین پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چی ابتدائي شواهد دې ته اشاره کوي چی امریکایي قواوي به شاید ددغو ملکیانو د وژلو مسئولي نه وی.

د خارجي عسکرو او افغان مامورینو یو هیات د فراه د ولایت د بالابلوک ولسوالۍ ته لیږل سوی دی چی ددې پېښي په باب تحقیقات وکړی.

XS
SM
MD
LG