د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر سوات هوايي حملې پیل کړي


د پاکستان د سوات ددرې نه خلک په داسی حال کی وځي چی حکومتي عسکرو په یاغي طالبانو باندی خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

نظامي هلیکوپترو او جنگي الوتکو نن د پنجشنبې په ورځ د مشکوکو یاغي طالبانو په ځایونو باندی بمونه غورځول.

حکومت په دې سیمه کی په گرځیدو باندی بندیز د لږ وخت د پاره لیری کړ چی خلک د جگړو د سیمونه ووځی، او محلي مامورین د لسهاو زره بې کوره شوو خلکود بهیرونو سره مخامخ دي.

د تندروه اسلامي ملا صوفي محمد یوه نطاق وویل چی ددغه ملا یو زوی هغه وخت ووژل سو چی د دیر په ولسوالي کی د هغه په کور یو بم یا د توپ کومه مرمۍ ولگیده.

د پاکستان اردو وایی چی پرون په سوات او بونیر کی په دې جگړو کی څه د پاسه ٨٠ یاغي طالبان او دوه حکومتي عسکر وژل سوي دي.

د ملکي خلکو د وژل کیدو رپوټونه هم ورکړه شوي دي، خو شمیر یې نه دی ښودل سوی.

د پاکستان اردو دا نه دي ویلي چی په ټول سوات کی عمومي حملې کوی که نه، مگر ډیر خلک په پاکستان کی په دې باور لری چی داسی ښکاري چی د طالبانود تندروه فعالیتونو سره د عامو خلکو ملاتړ کم سوی دی. د پوځ یوه نطاق وویل چی که چیری په سوات کی نوي حملې کیږی، نو دا به د اردو سره مرسته وکړی .

XS
SM
MD
LG