د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ښځینه پولیسې فارغې شوې


نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۴۲ښځینه پولېسې په کابل کې د پولیسو له روزنیزې اکاډمۍ فارغې شوې او د ملي پولیسو له لیکو سره یوځای شوې.

دغو ښځینه پولیسو مسلکي او عملي زده کړې د اوو اوونیو په دننه کې له امریکايي پوځیانو ترلاسه کړي، د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریس جنرال ګل نبي احمدزي اشنا تلویزیون ته وویل دوی د ملي پولیسو په لیکو کې څه باندې ۳۵۰روزل شوې ښځینه پولېسې لري او په پام کې ده، دا شمېره زیاته لوړه یو وړل شي.

جنرال احمدزي زیاته کړه دوی په ولایتونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه لري او زیار باسي تر څو د اړتیا له مخې ښځینه پولېسې ښې تجهیز او وروزي.

د سارا دلاور په نوم یوې روزل شوې پولېسې بیا وویل دا هیڅ ویره نه لري، چې پولیسه شوې، هغه وايي دې ته ورته پولیسو ته زیاته اړتیا ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال فرانسس ریچارد دوني بیا خبریالانو ته وویل د امریکا حکومت هڅه کوي تر څو د ښځینه پولیسو د روزنې لپاره زمېنې برابرې کړي او د تجهیز لپاره یې کوښښ وکړي.

XS
SM
MD
LG