دوو مهمو اصلاح غوښتونکو د ایران د اینده جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړي دي.
پخواني صدراعظم میر حسین موسوي او د پارلمان پخواني رئیس مهدي کروبي نن خپل نومونه راجستر کړل. دوی د جوزا په ٢٢مه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهور رئیس احمدي نژاد مهم سیالان گڼل کیږي.
دواړو پر احمدي نژاد انتقادونه کړي او دواړه وايي، که واک ته ورسیږي نو له نورې نړۍ سره به د ایران اړیکې بهتره کړي چې د ښاغلي احمدي نژاد په څلور کله دوره کې زیانمنې شوي دي.
جمهور رئیس احمدي نژاد پرون د دوهمې دورې انتخاباتو لپاره خپل نوم راجستر کړ.