د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما مصر کې مسلمانانو ته وینا کوي


ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اوباما بله میاشت په مصر کې اسلامي نړۍ ته وینا وکړي. ددې لپاره د ډیر وخت راهیسې انتظاره کیده.

سپینې ماڼۍ نن دغه پلان اعلان کړ او ویې ویل چې د وینا کولو ځای به د جمهور رئیس پر بیان اثر ونلري. د مصر په باب یوه اندېښنه دا ده چې په دغه ملک کې د بشري حقوقو وضعه د ډاډ وړ نه ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز وویل، مصر له مختلفو خواوو د عربي نړۍ زړه گڼل کیږي. هغه وویل، دغه بیان به یوازې مصر ته نه بلکه د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره وي.

براک اوباما د خپل انتخاباتي کمپاین پر وخت او بیا واک ته د رسېدو راهیسې په وار وار لیوالتیا ښودلې چې له اسلامي نړۍ سره زیاته همکاري ولري.

جمهور رئیس اوباما تیره میاشت د ترکیې په انقره کې د هغه ملک پارلمان ته وویل، امریکا له اسلام سره نه خو اوسه په جگړه اخته ده او نه به هم په اینده کې دا کار وشي.

د نړۍ ډیرو مسلمانانو د اوباما هغه پلان ستایلی چې د غواړي د گوانتانامو زندان وتړي او زندانیانو نه د کړاو ډکې د تحقیق طریقې پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG