د لاس رسي وړ اتصالات

سوات کې په ګرځیدو بندیز موقت لرې شوی


پاکستان د سوات په دره کی د شپی گرځیدنی بندیز لیری کړی دی او په زرگونو اوسیدونکو ته یی د دی فرصت ورکړی چی د سیمی نه ووځی تر څو د حکومتی قواوو او د طالبانو په جنگونو کی ښکیل نه شی.

چارواکی وایی چی د شپی گرځیدنی بندیز نن ماسپښین بیرته نافذ شو.

د ملگرو ملتونو اداره وایی چی په دی وروستیو وختونو کی د سوات ،دیر او بونیر کی پنځه لکه خلک د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوی دی.خو ځینی اوسیدونکی وایی چی هغوی په جنگ کی ښکیل شوی دی.

د پاکستان پوځ نن وویل چی په سوات او شاوخواو سیمو کی یی په دی تیرو څلورویشت ساعتونو کی د ١٨٠ او٢٠٠ ترمینځ یاغیان وژلی دی.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضآ گیلانی د کابینی په یوه عاجله غونډه کی په ملیونونه ډالره د دی سیمی د خلکو سره د مرستی په خاطر منظور کړل.

هغه د یاغیانو پرخلاف د ملک د پوځ سره د ملاتړ غږ وکړ.

ډیر شمیر هغو کسانو چی د سیمی نه د تښتی په حال کی وو ویلی چی په لس گونو ملکی خلک وژل شوی دی.

ښاغلی گیلانی ویلی چی پوځ به د پوره احتیاط نه کار واخلی چی ملکی خلک تلف نشی.

د پاکستان ټلویزیون د مهاجرو کمپونه ښودل چی په ځینو کی اخو ډب روان و او ځینو دا شکایت درلود چی د څښلو اوبه او سرپناه نه لری.

XS
SM
MD
LG