د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: امریکا سره مو د ګرجستان په سر اړیکې خرابیږي


د روسیی صدراعظم ولادمیر پوتین وایی چی د واشنگټن او مسکو دا هلی ځلی چی په خپلو کی ډیپلوماتیکی اړیکی ټینگی کړی په گرجستان کی د ناتو د پوځونو د مداخلو له امله زیانمنې کیږی.

ښاغلی پوتین د یکشنبی په ورځ په یوه مرکه کی وویل چی د ناتو مانورونه د هغه په قول بل ډول عواقب لری.

هغه په ناتو تور ولگاوه چی د گرجستان لویدیځ پلوه جمهور ریس میخاییل ساکاشویلی تقویه کوی.

ښاغلی پوتین وایی چی د ساکا شویلی حکومت په ډیموکراتیکو اصولو نه دی ولاړ ،او سوال یی مطرح کړ چی بیا ولی لویدیځ ملکونه غواړی چی تری ملاتړ، وکړی.

XS
SM
MD
LG