د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قومندان: القاعده نور په افغانستان کې نشته


د امریکا د پوځ یو عالي رتبه قومندان وايي، القاعده نور په افغانستان کې نشته او د دوی عالي رتبه مشران د پاکستان لویدیځو سیمو ته ورغلي دي.

د امریکا د فاکس نیوز خپرونه لیکي، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندنۍ مشر جنرال ډیویډ پټریاس وايي، د منځني ختیځ او شمالي افریقا نه ورغلي د القاعدې سره تړلي ډلې په افغانستان کې پټ سنگرونه او د پټېدو ځایونه لري. خو دی وايي، په دې وروستیو میاشتو کې دغو ډلو ته کلکه ضربه رسېدلې، ډیر تلفات او تاوانونه ور اوښتي دي.

پټریاس د جمهور رئیس حامد کرزي وروستۍ څرگندونې تائید کړي چې وايي، اوس په افغانستان کې هیڅ القاعده ډلې موجودي نه دي. خو دی وايي، لا تر اوسه اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الظواهري خپله شبکه چلوي.

فاکس نیوز د پټریاس له خولې لیکي، تر اوسه ددغو ترهگرو د دقیق ځای په اړه معلومات نشته خو دا خبره واضح ده چې د القاعده عالي رتبه مشران اوس د پاکستان په لویدیځه سرحدي سیمه کې ځای په ځای شوي دي.

پټریاس وايي: "په دې کې هیڅ د شک ځای نشته چې د القاعده مشرتابه په دغه ځای کې د څو کلونو راهیسې فعال دي".

د امریکا دغه عالي رتبه قومندان د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز ته وویل، تندرو ډلو پاکستان ته جدي خطر پیښ کړی خو د پاکستان هغه اقدامات یې هم وستایل چې د راپورته شویو طالبانو په خلاف یې کړي دي.

پټریاس وویل، له سوات نه نورو سیمو ته د طالبانو وړاندې تگ د پاکستان ټول خلک وپارول".

پټریاس طالبانو ته د پاکستان د ماتېدلو عواقب خطرناک وبلل او ویې ویل چې تر یوې اندازې په دې خبرې باندې د نظر اتفاق موجود دی چې په کار ده په پاکستان کې د طالبانو په خلاف پراخ او موثر اقدامات وشي.

د امریکا د مرکزي قومندې جنرال وویل: "کومه جگړه چې پاکستان پیل کړې ده، دا د امریکا جگړه نه ده. دا د پاکستان خپله جگړه ده. کوم عناصر چې ما یاد کړل، دوی پخپله د پاکستان وجود ته خطر پیښ کړی دی".

XS
SM
MD
LG