د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې جگړو نور خلک هم بې ځایه کړي


د پاکستان قواوې واېې چې دوی د مشکوکو طالبانو خلاف خپلو تهاجمی حملو ته دوام ورکوی. په داسی حال کې چې ددغو حملو په وجه باندی تقرېبا دوه نېم سوه زره کسان تېره اونی له خپلو کورونو نه تښتېدلی دی.

دپاکستان د کورنېو چارو وزېر رحمان ملک ددوشنبی په ورځ اعلان وکړ چې لږ تر لږه اوه سوه سر تېری په هغو جگړو کې وژل شوېدی چې په دې نېژد ې وخت کې صوبه سرحد دسوات په دره کې او شاوخواکې سېموکې شوېدی.

رپوټ واېې چې دمرگ شمېرله مستقلو منابعوسره نشی تائېد کېدلی. پوځ خپل عملېات تېره اونی هغه وخت پېل کړل چې د سولی تړون له افراطېانو سره مات شو.

دملگرو ملتونو د مهاجرېنو اداره واېې چې له تشدد نه چې کوم کسان راتښتېدلی دی په هغو کې ٣٦٠ زرو کسانو خپل نومونه ثبت کړېدی.

دوی به له هغو پنځو سوو زرو کسانو سره ېوځای شی چې دتېرې تهاجمی حملی په نتېجه کې له خپلو کورونو نه وتلی وو. چارواکی واېې چې ښاېې داشمېر زېات شی.

په داسی حآل کې نظآمېانو ددوشنبی په ورځ خپل تهاجمی برېد ته دوام ورکړ ېوه ځان وژونکی په صوبه سرحد کې دپولېسو په ېوه تاڼه کې لس کسان له ځان سره ووژل.

هېچا ددغی حملی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی . دا حمله د پېښو او ډېره اسمعېل خان ترمنځ پېښه شوه. رپوټ واېې چې هغه افراطېان چې په هغو سېمو کې چی له افغانستان سره سرحد لری خپل عملېات کوی هغوی تل په امنېتی چارواکیو حملی وکوی.

XS
SM
MD
LG