د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې څو  ځانمرگو حملو کې ٦ کسان وژل شوي


د افغانستان دکورنېو چارو وزارت وايي چې په خوست کې څو ځان وژونکیو په حکومتی ودانیو باندی حملی کړیدی. دکورنېو چارو وزارت واېې چې په خوست کې نن د سه شنبی په ورځ حملی شوېدی. د روغتېا ځاېې چارواکی واېې چې په دغوچاودنو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د الجزیرې له تلویزیون سره په ېوه مرکه کې ، د طالبانو نطاق ددغوحملو مسوولېت په غاړه واخیست او وې ویل چې دوی ځکه په خوست حملی کوی چې دامرېکا پوځ پکی ډېرزیات شوېدی.

په عېن حال کې دامرېکا پوځ پر طالبانو باندی پړه اچوی چې په ختیځ افغانستان کې په خپلو بمی حملو کې له سپېن فاسفورس نه کار اخلی. سپېن فاسفورس د کمېاوی سوزېدلو سبب گرځی.

د امرېکا پوځ ددوشنبی په ورځ هغه اسناد غیرمحرم وگرځول چې داڅرگنده کړی چې لږ تر لږه ٣٨ داسی پېښی شوېدی چی په هغو کې جگړه مارانو سپېن فاسفورس په خپلو حملو کې استعمال کړېدی.

او ېا د وسلوپه هغو ذخېروکې سپېن فاسفورس پېدا شوېدی چې له جگړه مارانو نه نېول شوېدی.

دافغانستان د بشری حقوقو مستقل کومېسېون په دې باندی تحقېقات کوی چې په فراه کې دتېرې اونی په جگړه کې چې دامرېکا او طالبانو ترمنځ وشوه سپېن فاسفورس استعمال شوېدی که نه. په دغه جگړه کې ېو شمېر ملکېان وژل شوېدی.

کمېسېون د روغتون دهغو ډاکټرانو له قوله، چې په فراه کې ېې دناروغانو او زخمېانو علاج کړېدی، له قوله واېې چې هغوی هغوی په جگړه کې د سوځېدلو په وجه سخت زخمونه لرل. دامرېکا پوځ او طالبانو دواړو د فراه په جگړه کې په خپلو وسلو کې د سپېنو فاسفورسو استعمال رد کړېدی.

د سپېنو فاسفورسو استعمال دنړېوال قانون له مخی په جنگ کې ېوازې د هدف دروښانه کولواو ستر او اخفا لپاره مشروع گڼل شوېدی.

د بشری حقوقو ډلې واېې چې دسپېنو فاسفورسو نظآمی استعمال په هغو سېموکې چې خلک پکې ډېر اوسېږی، ددې خطر پېدا کوی چې خلک دکېمېاوی موادو په واسط د سوځېدلو له امله سخت زخمونه پېداکاندی. دغه ماده د سختو کاری زخمونو او حتی دمرگ سبب گرځی.

په دې توگه چې سپېن فاسفورس ېا له هواسره تنفس شی او ېا وخوړل شی.

XS
SM
MD
LG