د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ایتلاف اډې سره چاودنې ملکیان وژلي


د افغانستان حکومتی مقامات وايي چې نن په خوست کی د امرېکا د ېوې پوځی اډی نه بیرون د بم په چاودنه کی اوه ملکي خلک ووژل شول.

د خوست د ولایت یوه چارواکي وویل چې د بم چاودنه د امریکايي قواوو د نظامي اډې د عمومي دروازې دباندې په داسې حال کې وشوه چه مزدورانو اډې ته د ورننوتلو انتظار ایسته.

د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په ننئ چاودنه کې یوویشت کسان زخمي شوي دي.

په عېن وخت کې د امرېکا پوځ وايي چې وسله والو سړو د پکتیکا په ولاېت کې د پوځ مرکزونه نن په راکټونو وویشتل چې په ځواب کې امریکايي جنگي الوتکو پرې بمباري وکړه.

د امرېکا پوځ وايي چې په بمبارئ کی یې شپږ طالبان ووژل او دوه ملکی خلک هم ولگیدل او ووژل شول. په دې پیښه کې څلور کسان زخمي شوي دي.

د شک لاندې د طالبانو په پټو هدفونو باندې د امريکايي قواوو د هوايي بمباریو په وجه د افغانستان د حکومت او امریکا تر منځ لانجه راپیدا شوې ده.

جمهور رئیس حامد کرزی وايي چې دا عمل د منلو وړ نه دی ځکه چې د ملکی خلکو د وژل کېدو په وجه د حکومت او ایتلافي قواوو سره د خلکو ملاتړ کمیږي.

پرون هم په خوست کی په ځان وژونکو حملو کې نهه کسان ووژل شول او شپاړس نور زخمیان شول.

د خوست د ولاېت چارواکي وايي چه حمله کوونکو د والي په دفتر باندې ډزې وکړې او د ښاروالۍ په ودانۍ کې ېې څو کسان په یرغمل نیولي وو.

امریکايي او افغان عسکرو په ځوابي برید کې درې تنه وسله وال سړي ووژل او یرغمل ېې ازاد کړل.

طالبانو ددې حملی مسوولیت په غاړه واخیسته. امریکايي عسکر په خوست کی یوه ډیره لویه پوځي اډه لري.

XS
SM
MD
LG