د لاس رسي وړ اتصالات

د سوات نه خلک اوس هم تښتي


د پاکستان چارواکو د سوات په دره کی په گرځیدو باندی بندیز د موقتي وخت د پاره لیری کړ چی خلک وکړای سی د جگړو د سیمو نه راووځي.

حکومت نن د جمعې په ورځ د سوات په غټ ښار مینگوري او هغې ته نژدې ولسوالیو کی په گرځیدو باندی بندیز د اتو ساعتو د پاره لیری کړ.

په سلگونو خلک چی اکثره یې په پښو روان وو، د خپلو کورونو نه راووتل چی هغو کمپونو ته ځانونه ورسوي چی په جنوب خوا کی جوړ شوي دي.

مامورین وایی چی په تیرو څو هفتو کی د سختو جگړو له لاسه څه د پاسه ٨٣۴ زره خلک د خپلو کورونو نه راوتلي دي، په داسی حال کی چی نیم ملیون تنه نور هم مخکی لا د خپل کور کلي نه را وتلي وو.

پوځ نن وویل چی په تیرو ٢۴ ساعتونو کی یې په سوات کی څه دپاسه ٥٥ یاغیان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG