د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې پر مسجد د راکټ لگېدو ٣ تنه ووژل


د افغانستان چارواکي وايي، یو راکټ چې د پاکستان له خوا نه توغول شوی و، د خوست په ولایت کې د ناټو د اډې سره نږدې پر یوه مسجد لگېدلی، درې تنه یې وژلي او څو نور یې زخمي کړي دي.

د خوست د امنیې قومندان عبدالقیوم باتیزی وايي، پر دغه ولایت باندې څو راکټونه راغلي دي خو یوازې یو یې پر داسې سیمې راپرېوتی دی چې خلک پکې اوسیږي.

د فرانسې خبري آ‏ژانس وايي، یوه امریکايي پوځي چارواکي د راکټ د لگېدو خبر تائید کړی خو ویلي یې دي چې د ناټو په اډه کې چې امریکايي قواوې پکې میشتې دي، تاوان نه دی رسیدلی.

ددې هفتې په سر کې یوې ډلې ځانمرگه حمله کوونکو د خوست په مرکز کې پر دولتي ودانیو او دغه ځای ته نږدې د ناټو پر یوه ا‏ډه حمله وکړه. په دغه حمله کې ١٥ تنه پکې ووژل شول او ډیر نور کسان پکې زخمیان شول.

په کابل کې د روانو چارو څیړونکي خالد مفتون امریکا غږ ته وویل، طالبانو د حملو دغه وروستۍ لړۍ ددې دپاره پیل کړې ده چې د افغانستان آینده انتخابات چې د اسد په پای کې کیږي، گډوډ وکړي.

XS
SM
MD
LG