د امریکا جمهور ریس براک اوباما نن د اندیانا په ایالت کی د نوتری ډیم په پوهنتون کی فارغانو ته وینا کوی.
جمهور ریس ته د کاتولیکانو د دی پوهنتون د بلنی ورکولو له امله د هغو خلکو لخوا ډیری مظاهری شوی چی د نطفیی حجرو د تحقیقاتو او د سقط جنین په اړه د وضع شوو قوانیینوسره مخالف دی.
پولیسو ډیر هغه شمیر خلک بندیان کړی دی چی پرون دغه پوهنتون ته ورننوتلی دی.
چارواکیو ویلی چی هغوی په غیر قانونی توگه ورننوتلی دی.
د امریکا د جمهور ریس میرمنی میشل اوباما پرون په کلیفورنیا کی د میرسید په پوهنتون کی خبری کولی.
هغی د فارغانو نه وغوښتل چی د ټولنی په خدمت سره نورو ته د هیلو او ارمانونو دروازی خلاصی کړی.
میرمن اوباما د فارغانو نه وغوښتل چی په نړی کی د ملیونونو هغو ماشومانو په فکر کی وی چی د خپل ژوند په اوږدو کی کی به د دی فرصت ورته مساعد نشی چی ښونځی ته ولاړ شی.،او هیڅوک نلری چی ورته نصیحت وکړی.