د لاس رسي وړ اتصالات

د احمد ولی کرزی پرموټر باندی حمله کې د هغه ساتونکی وژل شوېدی


د افغانستان د جمهور رئس حآمد کرزی ورور واېې چې هغه ددوشنبی په ورځ له هغې حملی نه روغ پاتی شوېدی چې د هغه په موټر باندی وشوه او دهغه ېو ساتونکی پکی ووژل شو.

احمد ولی کرزي، ووېل چې هغه د افغانستان په ختېځ کې د کابل په لور سفر کاوه چې دا پېښه وشوه.

د اخبره سمدلاسه نده معلومه شوی چې په دې حمله کې څوک لتاړ ووخو په افغانستان کې د طآلبانو بغاوت زور اخېستی دی.

د افغانستان چارواکی واېې چې ېاغېانو د ېکشنبی په ورځ باندی دهېلمند په ولاېت کې د پولېسو په ېوه تاڼه باندی حمله وکړه او شپږ پولېسان ېې ووژل.

د افغانستان ددفاع وزارت هم ووېل چې د سړک دغاړی ېو بم د زابل په ولاېت کې د افغانستان د اردو په عسکرو وچاود او دری تنه عسکرېې د ېکشنبی په ورځ زخمی کړل.

XS
SM
MD
LG