د لاس رسي وړ اتصالات

گیلانی: پوځ به په سوات کې د خلکو د ځای په ځای کېدو تر وخت پورې پاتی شی


د پاکستان صدر اعظم واېې چې پوځ به تر هغه وخت پورې، د پاکستان په شمال غربی برخه، سوات کې پاتی شی څو پورې چې تر ېو ملېون څخه زېات کسان بېرته خپلو کورو نوته راستانه شوی نه وی.

دا کسان د پوځ او طالبانو ترمنځ جگړو کې بې کوره او بې ځاېه سوی وو. د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی واېې چې پوځ د طالبانو خلاف په سوات کې په خپلو عملېاتو کې پرمختگ کوی.

هغه ووېل چې سر تېری په بدلو جامو کې د جگړی له سېمی نه بل لوری ته په تېښته روان دی.

د پاکستان صدر اعظم ښاغلی گېلانی وعده وکړه چې امنېتی قواوی به تر هغه وخت پورې په سېمه کې پاتی شی چې سوله منځته راشی او خلک بېرته خپلوکورو نو ته راستانه شی.

هغه دا خبری، د دوشنبی په ورځ په هغه وېنا کی وکړلی چې په اسلام اباد کې د ټولو گوندونو کنفرانس غړېوته کولی.

د ملگرو ملتونو د مهاجرېنو اداره واېې چې د نظامی عملېاتو په سبب لږ تر لږه ېو اعشارېه ېو ملېون کسان په دې تازه اونېو کې له خپلو کورونه تښتېدلی دی.

د پاکستان پوځ واېې چې پوځ اوس د سوات مهم ښار مېنگوری ته ورنېژدی کېږی. د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری ووېل چې د سوات تهاجمی عملېات دېوه ستر مامورېت برخه گڼل کېږی.

هغه د برتانېې سنډې ټاېمز ته ووېل نظامی عملېات به په په وزېرستان کې هم سرته ورسېږی.

دا د افراطېانو بل پوخ مورچل دی چې له افغانستان سره په سرحد کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG