د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ دروغتېا د اداری په مجلس کې د سرکوزی والگی تر ټولو مهمه مسله ده


د نړۍ دروغتېا دموسسی کلنی مجلس ددوشنیبی په ورځ په جېنېوا کې پېل شو. په دغه مجلس کې د سرکوزي په والگی باندی بحث د مجلس تر نورو مساېلو د اولېت حق لری.

د عامی روغتېا چارواکی دا پلان لری چې په دې باندی بحث وکړی چې دداسی واکسېن په جوړولو باندی بحث وکړی چې د سرکوزی دوالگی د خپرېدلو بهېر سوکه کړی.

دنړۍ دروغتېا موسسه واېې چې په ٣٩ هېوادونو کې د سرکوزی په والگی باندی د ( 8,480) اته زره او اته سوه او اتېا کسانو داخته کېدلو د پېښو رپوټ ورکړل شوېدی.

د جاپان چاوراکی واېې ددوشنبی په ورځ هغوی د سرکوزی په والگی داخته کېدلو ٩٢ پېښی شوېدی.

په اخته شوېو کسانو کې په جاپان کې زېاتره د ښوونځېو او عالی تحصېلاتو شاگردان دی. دا کسان زېاتره د اوساکا او هاېوگو، د سېمو دی.

په نېوېارک کې چارواکی رپوټ ورکړ چې دېوه دمدېر مرستېال د چارشنبی په ورځ په روغتون کې، د سرکوزی په والگی اخته کېدوله امله بستری شوی و. رپوټ واېې دا شپږم سړی دی چې په امرېکا کې په دغه ناروغی باندی مړ شوېدی.

د چلی دهېواد د عامی روغتېا چارواکېو دا تائېد کړېده چې په دې هېواد کې تراوسه پورې دوه کسان د سرکوزی دوالگی په ناروغی اخته شوېدی.

په چېن کې هم تر اوسه پورې په دغه والگی باندی ددرېم کس اخته کېدلو رپوټ ورکړل شوېدی.

په هانگ کانگ کې هم رپوټ ورکړل شوېدی چې ېو تن په دې ناروغی اخته شوېدی.

XS
SM
MD
LG