د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه د ملکي تلفاتو په اړه تحقیقات


د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د هغو تحقیقاتو په باب مفصل رپوټ خپور کړی چې د فراه په ولایت کې د ملکي تلفاتو په باب تر سره شوي دي.

ورځپاڼه خپل رپوټ تر دې عنوان لاندې خپور کړی چې د افغانستان ددغو ملکي تلفاتو پړه باید په چا باندې واچول شي.

د ورځپاڼې خبریال د بالا بلوک سیمې ته ورغلی او په خپل رپوټ کې لیکي چې د گراني په سیمه کې څه موده مخکې په جگړه او بمبارئ کې د افغان مقاماتو په خبره ١۴٠ ملکي خلک ووژل شول چې د دریو نه دوه برخې یې ماشومان او د تنکي ځلمیان وو.

ورځپاڼه لیکي، دا په ٢٠٠١م کال کې افغانستان ته د امریکايي عسکرو د تللو راهیسې په یوه پیښه کې تر ټولو زیات ملکي خلک دي چې وژل کیږي.

ورځپاڼه لیکي، د افغان او امریکايي پوځي قومندانانو، خپل ځپلو کلیوالو، قهرېدلو ولایتي چارواکو، ډاکترانو او د بشري حقوقو د مدافعینو سره د ثور د ١۴مې د پیښې په باب د څو روځو مرکو وروسته له ځینو مربوطه کړیو سره مشابهتونه ښکاره شول.

کلیوال وايي، له یوې جگړې یو نیم ساعت وروسته بمباري وشوه او په نتیجه کې یې طالبانو د گراني نه ووتل. دا کلی د فراه له مرکز نه یوازې ٢٢ میله لرې پروت دی.

پوځ وايي، بمباري یې د دقیقو معلوماتو پر اساس کړې ده. خو محلي خلک پر خپل دریځ کلک ولاړ دي او وايي چې په بمباریو کې ملکي خلک ووژل شول. خو امریکایي قواوې وايي، د ځینو ملکیانو د وژل کېدو مسولیت د طالبانو په غاړه دی دوی د ١۴٠ تنو ملکي خلکو د وژل کېدو شمیر هم مبالغه امیز گڼي.

ورځپاڼه د پنځه کلنې فرشتې کیسه کوي چې په بمبارۍ کې یې لاسونه او پښې سوځېدلي او اوس په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

رپوټ وايي، د ثور د ١۴مې په شپه ددغې نجلۍ کورنۍ او د همدې کلي په لسگونو نورې کورنۍ په گراني کې د طالبانو او ایتلافي عسکرو تر منځ د جگړې له ویرې د خپل سر د ساتلو د یوه ځای په لټه کې وو. دوی د همدې کلي د قومۍ په دوو لویو حویلیو کې راټول شوي وو.

کله چې ماښام د اته نیمو بجو په شاووخوا کې جگړه ودرېده، خو لا تر اوسه په دغه ځای کې د راټولو شویو خلکو سره د سر د حفاظت غم وو.

د کلیوالو په خبره په همدې وخت کې بمباري پیل شوه.

١٩ کلنه ناز بي بي وايي، د خپل مور او لسس کلنې خور تر څنگ ویده وه. دا وايي: "یو لوړ غږ مې واورېد. زه تر غاړې پورې په خاورو کې غرقه شوې وم. ټول ځایونه رانړېدلي وو. د کور چپ پر موږ رالوېدلی و. او شاووخوا اور لگېدلی و. زه ډیره وېرېدلې وم".

ددې خور گلاب دینه وژل شوې او مور یې صنم سخته سوځېدلې خو ژوندې پاتې ده خو د هغې شپې پیښې دومره ویرولې چې داسې ښکاري چې اعصاب یې له لاسه ورکړي دي.

دوی د درملنې لپاره د هرات یوه روغتون ته راوړل شوي دي.

لاس انجلس ټایمز د ډیرو نورو خلکو مثالونه هم راوړي چې په بمبارئ کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي، د سید برکت میرمن او ټول ماشومان په دغه پیښه کې وژل شوي دي. دی وايي د ماښام د لمانځه وروسته د خپلې مشرې لور کورته ولاړ چې شپه هلته تیرې کړي.

دی وايي، د بمونو د غږ له اورېدو وروسته کور ته ورغلی گوري چې ودانۍ رانړېدلې، هره خوا په وینو لړلې وه. د برکت او ځینو نورو زیانمنو شویو خلکو په خبره په دغه ځای کې د اویا کسانو له جملې نه یوازې اووه تنه ژوندي پاتې دي.

سید برکت وايي: "موږ ملامتي پر امریکا ور اچوو. دوی له خپلې ټولې ټکنالوژئ سره دا نشي معلومولای چې جگړه ماران کوم دي او بې گناه خلک کوم دي. دا دی زما کور تباه شو. میرمن مې ووژل شول. او ماشومان مې وسوځېدل".

XS
SM
MD
LG