د لاس رسي وړ اتصالات

خلېلزاد 'کوشش کوی چې ېوه قوی چوکی د افغانستان په حکومت کې تر لاسه کړی'


افغانستان ته دامرېکا پخوانې سفېر خلېلزاد کوشش کوی چې ېوه غېر انتخابی او قوی چوکی دافغانستان په حکومت کې تر لاسه کړی.

د امرېکا مشهوره ورځپاڼه نېوېارک ټاېمز لېکی چی افغانستان ته د امرېکا پخوانې سفېر خلېلزاد کوشش کوی چې ېوه غېر انتخابی او قوی چوکی د افغانستان په حکومت کې تر لاسه کړی.

د افغانستان او امرېکا معتبر چارواکی واېې چې خلېلزاد د افغانستان له جمهور رئېس حآمد کرزی سره په دې برخه کې له څو اونېو راهېسی خبری کوی.

نېوېارک ټاېمز د اوباما د اداری د ېوه معتبر چارواکی له قوله د نوم دنه ښودلو په شرط واېې چې هغه دا چوکی به د صدر اعظم د چوکی په اندازه مهمه وی خو د پارلېمانی نظام به څېر به پارلېمان ته مسوول نه وی.

رپوټ واېې چې خلېلزاد ددې په امکان باندی له ښاغلی کرزی سره هغه وخت خبری وکړی چې ښاغلی کرزی ددې مېاشتی په سرکې واشنگټن ته راغلی و.

په کابل کې د ښاغلی کرزی نطآق روېتر خبری اژانس ته وېلی دی چې دافغانستان جمهور رئېس دا پلان نلری چی خلېلزاد په خپل حکومت کې د اجرائېې د رئېس په توگه مقرر کړی.

خلېلزاد ته د افغانستان په ملی انتخاباتوکې د د جمهوری رېاست امکانی کاندېد په توگه کتل کېدل. خو هغه په ټاکلی موده کې خپل ځان کاندېد نه کړ.

بل پلو، په کابل کې د امریکا سفارت مرستیال وایې که چیرته د افغانستان عدلي سیستم جوړ شي نو ددی هیواد خلک به په سوله او عدالت کې ژوند وکړي.

ښاغلی ریچرډ دونيچې په کابل کې د پلچرخي زندان سره د امریکا له لورې د مرستو په لړ کې د ٣٦ مسافر وړونکو موټرو د تسلیمیدو لپاره ورغلی و وی ویل چې د عدلي سیستم د رغولو لپاره باید زندانونه مجهز اوسي.

دا ٣٦ مختلف الونعه مساپر وړونکی موټرې چې د امریکا د سفارت لخوا د کابل او نورو ولایتونو کې د زندانونو سره د مرستې په توگه ورکړل کیږي د بندیانو د انتقال لپاره به استعمال شي.

د افغانستان د عدلییې وزارت مرستیال وایې چې دا وخت د افغانستان په ټولو زندانونو کې شاوخوا څوارلس زره بندیان لري چې لپاره یې د روزل شوو او مسلکی پولیسو اړیتا شته.

په همدې حال کې د پلچرخي زندان مسولین په زندان کې د یو شمیر بی برخه لیکه بندیانو په هکله شکایت لري.

XS
SM
MD
LG