د لاس رسي وړ اتصالات

لېان پانېټا واېې د پاکستان اټومی وسلی خوندی دی


د امرېکا د استخباراتو د مرکزی ادارې رئېس لېان پانېټا واېې چې امرېکا د پاکستان د اټومی وسلو په ټولو ځاېونو ندی خبر خو دې په دې عقېده دی چې هغه په خوندی ځاېونو کې دی او د طالبانو لاسته نشی ورتللی.

هغه د دوشنبی په ورځ په لاس انجلس کې ووېل چې د پاکستان د اټومی وسلو جبه خانه دهغه په وېنا (ښه خوندی ده ).

هغه ووېل دوی په هېڅ ډول دا نه غواړی چې د پاکستان اټومی وسلی د د طالبانو لاسته ورشی.

رپوټ واېې چې د پاکستان پوځ په دې نېژدی ورځو کې په سوات د طالبانو د جنگېالېو خلاف تهاجمی عملېات پېل کړېدی.

ددې مېاشتی په سر کې د امرېکا د لوېودرستېزانو د کومېټی رئېس د سمندری قواو ستر جنرال ماېک ملېن ووېل چې واشنگټن له امرېکا سره په گډه کارکوی چې د هغو ی دا ټومی جبه خانو امنېت نورهم پسی ټېنگ شی.

بل پلو، د امرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن پاکستان ته دبشری مرستو د ورکولو څرگندونه کوی. مېرمن کلنټن نن د سه شنبی په ورځ دا پلان په سپېنه ماڼی کې اعلان کړ.

د لوېودرستېزانو دکومېټی رېئس ماېک مولېن ووېل دی په دې عقېده دی چی د پاکستان پوځ د خپلې اټومی جبه خانی ساتنه کوی.

XS
SM
MD
LG