د لاس رسي وړ اتصالات

د روسېې او امرېکا ترمنځ د اټومی وسلو د ذخېرې د کمښت لپاره مذاکرات پېل شول


د روسېې او امرېکا ترمنځ د اټومی وسلو د ذخېرې د کمښت لپاره مذاکرات نن د سه شنبی په ورځ په مسکو کې پېل شول.

دغه دوه ورځنی خبری ددې لپاره پېل شوېدی چې د ١٩٩١ مېلادی کال د ستراتېژېکو وسلو د کمښت د تړون په ځاې ېو بل تړون باندی کار وکړی ځکه د ١٩٩١ تړون د سږکال د ډېسېمبر په مېاشت کې فسخ کېږی.

مرکچېان په دې هېله دی چې مخکی له دېنه چې د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما مسکو ته سفر وکړی له هغې نه مخکی خپل اختلافات کم کړی.

رپوټ واېې چې جمهور رئېس براک اوباما به د جولای په مېاشت کې مسکوته سفر وکړی چې د روسېې له جمهور رئېس دېمېتری مېډوېډوف سره ملاقات وکړی.

د روسېې مرکچېان توقع لری چې له دې خبرونه دا کار واخلی چې د واشنگټن په هغه پلان باندی بحث وکړی چې غواړی په اروپا کې د توغندېو ضد دفاعی نظامی نصب کړی.

مسکو له دې پلان سره سخت مخالف دی. هغوی دا هم غواړی چې په جنگی کوپړېو باندی محدودېت ولگوی او د اټومی کوپړېو د رسولو په نظام باندی لکه بم غورځوونکی الوتکی او توغندېو باندی هم بندېزونه ولگېږی.

د ملگرو ملتونو د امنېت شوری منشی بان کېمون د روسېې او امرېکا ترمنځ د اټومی وسلو د کمښت خبری اتری ستاېلی دی او هغه نوی ېاد گاری خبری بللی دی.

XS
SM
MD
LG