د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاگان د افغانستان د ملکی تلفاتو د پیښی په باره کې ویډو لری


پنټاگان وائې، دافغانستان د فراه ولایت د پیښی چې دوه هفتی پخوا شوی وه، ویډو لری.

داسی ښکاری چې د امریکا په هوائې بمباری کې ځینی افغان ملکیان وژل شویدی.

مگر دامریکا ماموران دافغان حکومت په ادعا کې شک لری چې وائې، یو سلو شلویښت ملکیان پکی وژل شویدی.

د پنټاگان مطبوعاتی نطاق (جیوف موریل ) پرون دسه شنبی په ورځ په مطبوعاتی کنفرانس کې ومنله چې ویډو شته او دا د دوامدارو تحقیقاتو یوه برخه ده مگر پدی باره کې ئې نور تفصیل ورنکړ.

جیوف موریل وائې: "موږ دوسلی کمره ئې ویډو لرو چې هغه تحلیل کیږی. زه نه غواړم چې څه می دلته وویلی له هغې نه زیات څه ووایم."

ښاغلې موریل ددی پوښتنی په ځواب کې چې ایا بمونه په هغه وخت کې په کورونو واچول شول چې طالبان ورنه وتښتیدل وویل، زه لدی نه پدی باره کې اضافه څه نشم ویلی.

ښاغلې موریل د نیشنل پبلیک راډیو رپوټ ته ځواب ووایه چې په ویډوکې ښودل کیدل چې طالبانو په شخصی کورونو کې ځانونه پټول چې وروسته ورباندی امریکائې الوتکو بمونه واچول.

دا دسیمی داوسیدونکو درپټونو سره سرنه لگوی چې وائې، مخکې لدی نه چې بمباری وشی، طالبان تښتیدلی وو مگر کیدای شی چې دا هغې ادعا ته اعتبار ورکړی چې وائې، په هوائې بمباری کې ملکیان وژل شویدی.

موریل مازی دا خبره کوی چې افغان عسکرو دامریکا دجنگی الوتکومرسته وغوښتله د طالبانوپه خلاف جگړه ورسره مرسته وکړی او چې کوم تلفات اوښتی دی، هغه تصادفی دی.

ښاغلئ موریل وائې: "دلومړیو نخښو نښانونه داسی څرگندیږی چې له نژدی نه هوائې ملاتړ سنجیدلی واوله پوره دقت نه پکی کاراخیستل شوی چې دا دهغه گواښ په تناسب و چې له ځمکی نه قواو مخامخ کړی و."

دپنټاگان نطاق وائې، دیو لوړ رتبه امریکائې مامور په مشری دغه تحقیقات کیږی چې لا تر اوسه ختم شوی ندی.

نیشنل پبلیک راډیو پرون دسه شنبی په ورځ دبرید جنرال مارک رین له قول وویل، دپیښی په ځای کې دی لومړی امریکا ئې تحقیق کوونکی دی چې وائې، ځینی ملکی تلفات اوښتی دی مگر تر اوسه پوری داسی ښکاری چې دیوسلو څلویښتو ملکیانو وژل مبالغه وی اوښائې چې واقعی شمیر دوه ویشتوتنوته نژدی وی.

امریکائې ماموران وائې، ښائې چې د دقیق شمیرمعلومول به مشکل وی ځکه چې په مړو باندی تحقیق ندی شوی او دمذهبی احکامو سره سم دوی له حملی نه سمدستی وروسته خاوروته وسپارل شول.

دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی او په افغانستان کې دامریکا نوی سفیر متقاعد جنرال کارل ایکنبری پرون دسه شنبی په ورځ دفراه ولایت ته ولاړل او دولایت په مرکز کې ئې په یو جومات کې څه دپاسه یوزرتنو سره لیدنه کتنه وکړه او وعده ئې وکړه چې کوښښ به وشی چې ددارنگه پیښو مخه ونیول شی.

امریکا ئې مامورانو دا څرگندونه هم وکړه چې اکثره وخت طالبان په ملکی ځایونو کې ځانونه پټوی او په ملکی تلفاتو کې له مبالغی نه کاراخلی.

مطبوعاتی نطاق جېوف موریل د پنټاگان په مطبوعاتی کنفرانس کې دا خبره هم وکړه چې دامریکا د مشرانو جرگه به دجون په دویمه نیټه دافغانستان لپاره د امریکا دنوو قوماندانانو په انتخابولو باندی غور پیل کړی او دی هیله لری چې له هغې نه وروسته به دوی خپلو وظیفو ته ژرولاړشی.

موریل وائې، نوی قوماندان ډگر جنرال سټینلی مک کرسټل او دهغه نوی مرستیال ډگر جنرال ډیویډ راډ ریگویز وظیفه به داوی چې دجمهوررئیس اوباما دنوی سټراټیجی دنظامی اړخ دعملی کولولپاره یو نوی پلان جوړ کړی.

جمهور رئیس داپریل په اخرکې نوی پلان اعلان کړچې طالبانو او القاعدی ته ماتی ورکول، دملکی افغانانو ژغورل او دافغان ټولنې جوړول پکی غوښتل شویدی.

XS
SM
MD
LG