د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن کلنټن د پاکستان لپاره د امریکا مرسته اعلان کړه


د بهرنیو چارو وزیره هیلری کلنټن وائې، امریکا به پاکستان ته یو سلو لس (١١٠) میلونه ډالر عاجلې مرستې ولیږی. میرمن کلنټن د امریکا د کوښښ په باره کې تفصیل ورکړ چې غواړی تخمین دوه میلونو بی کوره شوو پاکستانیانو سره مرسته وکړی.

دبهرنیوچارو وزیره میرمن کلنټن وائې، امریکادهغو خلکو لپاره دغه پیسی استوی چې دسوات په ناوه کې دپاکستانی عسکرو او افراطی طالبانوترمنځ دسختو جنگونو له کبله بی کوره شویدی.

دامریکا یولوړ رتبه ډیپلومات وائې،دبین المللی ټولنې په مرسته پاکستان په دغو حالاتو باندی غلبه موندلای شی.

میرمن کلنټن وائې: "زه باورلرم که بین المللی ټولنه چټک اقدامات وکړی او ضروری مرستی ورسوی نو پاکستانی مؤسسی او اتباع به چې ددغې بشری ستونزی سره مخامخ دی، کامیابه شی."

دبهرنیو چارو وزیره میرمن کلنټن وائې، دامریکا په مرستو کې کورنی الات، خیمی، راډیوگانی، یخچالونه اوخواړه شامل دی چې اکثره ئې په پاکستان کې له محلی بازارونونه را نیول کیږی.

میرمن کلنټن وائې، دپاکستان دحکومت عسکر دافراطیانو په خلاف په سخت جنگ کې راگیردی.

دبهرنیو چارو وزیره وائې: "دغه مرسته درسته نده چې کووئې مگر موږ پدی عقیده یو چې دا دبین المللی او دامریکا دامنیت لپاره مهمه ده او موږ دی ته تیاریو چې نوره مرسته په داسی وخت کې وکړو چې ضرورت ورته پیدا شی."

دبهرنیو چارو وزیره میرمن کلنټن وائې، طالبانواو القاعدی ته ماتی ورکول یوازی دپاکستان حیاتی گټه نده بلکه دامریکا په گټه هم دی.

میرمن کلنټن وائې:"زه فکرنه کوم چې څوک دی ددوی په دوامدارو کوښښونو کې شک ولری چې زموږ په خلاف توطئه جوړوی. دوی له خپلی ارزونه لاس ندی اخیستی چې غواړی امریکا ته تاوان ورسوی او امریکایان ووژنی."

ددغې مرستی له جملی نه دشپږویشتو میلونو ډالرو په ارزښت غنم، خواړه اومربوطه مواد له محلی بازارونونه را نیول کیږی.

په دغه مرسته کې سل میلونه ډالر دبهرنیوچارو وزارت ورکوی. لس میلونه نورئې پنټاگان ورکوی. دپنټاگان نطاق وائې، C-17 ډوله دوه باروړونکی الوتکی نن دچهارشنبی په ورځ د پاکستان په لور الوتنه کوی.

په دغو الوتکو کې حلال خواړه،داوبوټینکرونه او خیمی باردی.

XS
SM
MD
LG