د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د هیروینو د قاچاقبرانو مخنیوی پکار دی


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي د هلو ځلو په باب تفصیلي مقاله خپره کړې ده.

د نیویارک ټایمز مبصر لیکي، په کوټه کې یوه ډنگر سړي د یوې لوې ودانۍ دروازه راته پرانیسته. کله چې ما ور څخه پوښتنه وکړه چې آیا دا ودانۍ د افغانستان د یوه زورور قاچاقبر ده نو هغه په خندا جواب راکړ چې حاجي جمعه خان داسې ٢٠٠ دانۍ لري.

دی لیکي، له څو کلونو پل اخیستلو او څارنې وروسته ما بلاخره د خاورو خځلو په ډکه غه کوڅه کې د حاجي جمعه خان کور پیدا کړ.

دا له باور نه لرې خبره ده چې یو کس دې داسې برالا اوسیږي چې امریکا وايي، هر کال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت اپین قاچاق کوي او د خپل کاروبار د ساتلو لپاره نه یوازې طالبانو ته پیسې ورکوي بلکه په د افغانستان، پاکستان او ایران مفسدو مقاماتو ته هم ښه ډیر رشوت ورکوي چې د اپینو د قاچاق نوې او تازه لارې ورته پرانیزي.

د نیویارک ټایمز مبصر لیکي، دروازه وان ته مې وویل چې زه یو ژورنالست یم او غواړي چې له حاجي جمعه خان سره مرکه وکړم. یوه بل سړي چې ځان یې د هغه کابت معرفي کړ، ځواب راکړ. "هغه فراري دی. موږ دا ډیر وخت نه دی لیدلی. خو تاسې دننه راشئ او چای راسره وڅښئ".

مبصر لیکي، که څه هم ددغه شبکې مشر فرار کړی خو بیا یې هم د افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمه کې د هیروینو کارخانې فعالې دي او د خپلو تولیداتو لپاره یې په لرې پرته دښته کې لوې زیر زمینۍ جوړې کړي دي.

دی هغه وخت د لویدیځ د امنیتي څارونو په سترگه شو چې دده د صرف موټرونو کتارونه یې وڅارل چې اپین به یې د پاکستان جنوبي ساحل ته انتقالول او هلته به په لویو سمندري بیړویو کې ځای په ځای کېدل.

د نیویارک ټایمز مبصر لیکي، له هغه درې میاشتې وروسته چې ما د حاجي جمعه خان له همکارانو سره په کوټه کې چای وڅښلې، په تیر اکتوبر کې دی ونیول شو او د محاکمې لپاره امریکا ته انتقال شو.

دی اوس د اپیون د قاچاق له لارې د تروریستي تنظیمونو د ملاتړ په تور په نیویارک کې بندي دی او د خپلې محاکمې انتظار باسي.

که څه هم د هغه نیول کېدل په افغانستان کې د نشيي موادو هپ خلاف په مبارزه کې لوی بری گڼل کیږي، خو د نیویارک ټایمز مبصر لیکي، په کوټه کې زما د معلوماتو له مخې، د حاجي جمعه خان خپلوان د هغه د هیروینو شبکه اوس هم په پوره قوت سره چلوي.

مبصر لیکي، ددغه سړي د قاچاق د سیستم له مطالعه کولو وروسته ماته معلومه شوه چې په افغانستان کې د نشيي موادو د کاروبار مخنیوی څومره مشکل دی.

دی وايي، تر اوسه په افغانستان کې د اپینو په خلاف د غرب مبارزه په دې ټکې ولاړه ده چې د دهقانونو د اپینو فصلونه ور ویجار کړي چې له دې کار نه د هیروینو اصلي کاروباریانو ته هیڅ تاوان نه رسیږي او یوازې همدا بې وزلي بزگران له دې امله زیانمن کیږي.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغانستان لپاره د جمهور رئیس اوباما د نوي ستراتیژئ په لړ کې اوس چې جنرال مکریسټل د ایتلافي قواوو د نوي قومندان په توگه مقرر شوی، په کار ده چې په دغه ملک کې د مخدره موادو په خلاف مبارزه کې باید د لوی قاچاقبرانو او هیروینو د جوړوونکو مخنیوی وشي.

ورځپاڼه لیکي، لومړنی گام باید د حاجي جمعه خان په څیر د اپینو د کاروباریانو په خلاف وي او دوهم باید د هیروینو د قاچاق له مدرکه د طالبانو د عاید لاره بنده شي چې د ملگرو ملتونو د تخمین له مخې دوی هر کال له دې لارې ۴٠٠ میلیونه ډالر گټي او دا د دوی د عاید تر ټولو لوی مدرک دی.

ورځپاڼه لیکي، طالبان د اپینو له کروندگرو نه پیسې نه اخلي بلکه دوی ته اصلي پیسې د هغو قاچاقبرانو له خوا راځي چې په زیاته اندازه هیروین انتقالوي.

د ورځپاڼې مبصر ليکي، یوه ښه چاره به یې دا وي چې هغه مخفې کاروانونه په نښه او وویشتل شي چې د پاکستان د سرحد په لور هیروین انتقالوي.

او ددې کار لپاره باید همهغه ټکنالوژي استعمال شي چې امریکا د مکسیکو سره پر گډ سرحد باندې لگولې ده چې د ملکيانو موټرو ته د زیان د اوښتلو مخنیوی وشي.

د ناټو عسکرو ته په کار ده چې پر لویو لارو او سرحدي سیمو کې د تالاشئ پوستې جوړي کړي او ټول موټر تالاشي کړي حتی د افغانستان د حکومت د عالي رتبه چارواکو او د هغوی د خپلوانو موټرونه هم باید کلک تالاشي شي. ورځپاڼه وايي، ددې امکان شته چې طالبان د غرنیو سرحدي سیمو له لارې د هیروینو د قاچاق کاروانونه تیر کړي خو اکثره وخت هیروین د سرکونو له لارې وړل کیږي.

نیویارک ټایمز لیکي، له دې برسیره په کار ده چې د افغانستان بدنامه او کمزورې عدلیه او پولیس اصلاح شي او د حاجي جمعه خان په څیر لوی او مشهور قاچاقبران د محاکمې لپاره امریکا ته انتقال شي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د مخدره موادو ستونزه له سرحد د باندې د پاکستان په خوا کې هم ریښې لري. اوس چې پاکستان پتییلې ده چې په خپله خاوره کې د طالبانو په خلاف مبارزه کوي، دوی ته دا هم په کار ده چې په بلوچستان کې د هیروینو لوی کاروباریان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

همدغه قاچاقبران تندروانو ته پسې ورکوي، موټر ورکوي، وسلې او د مخابراتو وسایل ورته برابروي. ځنیو خو لا حتی میلمستونونه او روغتونونه جوړ کړي او په جنگ کې د زخمي شویو طالبانو ساتنه او درملنه پکې کیږي.

یو مثال یې نشيي موادو یو تورن قاچاقبر سخي دوست محمد نتوزی دی چې د ١٩٨٠م کال راهیسې یې امریکا د نیولو کوښښ کوي او دا خبره هم معلومداره ده چې د هغه قومۍ اوس هم د نشيي موادو د قاچاق کاروبار کوي. نیوریارک ټایمز لیکي، خو له دې هر څه سره سره د سخي دوست محمد نتوزي ځوی دا وخت د بلوچستان د ترانسپورت وزیر دی.

ورځپاڼه لیکي، یوازې د اپینو او هیروینو د انتقال په مخنیوي په مخنیوي کار نه بشپړیږي. په کار ده چې د پیسو د انتقال لارې چارې هم وڅارل شي. واشنگټن ته په کار ده چې د افغانستان په بانکي نظام کې نظم راولي او د حوالې سیستم وڅاري چې ویل کیږې له دې لارې قاچاقبران خپلې پیسې انتقالوي.

XS
SM
MD
LG