د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ډیرو سیمو ته د طالبانو د خپریدو ویره


د وسله والو ملیشو، پولیسو او د استخباراتي یاداشتونو په وینا چې د اسوشیتید پرس تلویزیون ترلاسه کړي، وسله وال طالبان د پیسو په لټه کې دي او د امریکایي میزائیلو او د پاکستان د اردو له لورې د بریدونو څخه د امن کیدو په مقصد د کراچۍ په لور خوزیدلي دي.

کراچې ځکه خاص اهمیت لري چې دا په افغانستان کې میشتو امریکایي او ناتو ځواکونو ته د مالونو د رسولو مرکز دی او همداشان دا ښار د پاکستان تجارت ته ډیر مهم دی.

د کراچۍ د ښار په څنډه کې د اوسیدونکو افغاني او پاکستاني مهاجرو شمیره په تیرکال کې دوه سوه زرو کسو ته لوړه شوی ده.

د یو استخباراتي رپوټ له مخې چې اسوشیتید پرس ترلاسه کړی خبرداری ورکول کیږي چې د ښار دغه سیمې د پاکستان د طالبانو د قوماندان بیت الله مسعود اړوند وسله والو ملیشو لپاره یو ښه پناه ځای شوی دی.

د پولیسو یو لوړپوړی منصبدار اټکل کوي چې په سلگونو طالب جنگیالي همدا اوس په کراچۍ کې دي. هغه د اسوشیتید پرس تلویزیون ته وویل چې دا کوم مشکل کار نه دی چې د شمالي قبائیلي سیمو څخه سړی دلته راشي.

"زه د طالبانو شتون او یا په کراچۍ کې د شبکې موجودیت نه ردوم، ځکه کراچۍ یو ستر ښار دی او سړی له باجوړ څخه کراچۍ ته د راتگ لپاره ویزې ته اړتیا نه لري. نو زه فکر کوم ځینې عناصر چې د طالبانو سره اړیکې لري، ښایي دلته موجود وي."

یو سړی چې سمیع الله وزیر نومیږي او ادعا کوي چې په جنوبي وزیرستان کې دطالبانو جنگیالی و، وایي طالبان سمدستي په کراچۍ کې د بریدونو د ترسره کولو پلان نه لري.

د هغه نه وپوښتل شول چې، ایا ته کراچۍ د جگړې د سیمې او یا میدان په توگه گڼې؟

ځواب: " په کراچۍ کې جگړې ته کوم ضرورت نه شته."

ایا تاسې غواړئ چې دلته هم شریعت نافذ کړئ؟

" مونږ په ټوله نړۍ کې د اسلامي شریعت جاري کول غواړو، نه یواځې په کراچۍ کې. مونږ به هڅه وکړو چې شریعت د کراچۍ په گډون په ټوله نړۍ کې نافذ کړو."

د ښار د عمده گوند متحده قومي نهضت غړي وایي دلته د سیمه ایزو طالبانو شمیره زرگونو ته رسیږي. او خبرداری ورکوي چې ښایي ملیشه وسله وال د بې شمیره زده کوونکو په منځ کې چې د کراچۍ په درې زرو اسلامي مدرسو کې زده کړې کوي، پلوي ومومي.

د متحده قومي نهضت غړی او د ایالتي حکومت وزیر فیصل علي سزواري وایي:

".. دوی دلته بیا سره راټولیږي. مونږ له سوات او د هغه د نورو گاونډیو سیمو څخه د زیات شمیر مهاجرو د راتگ شاهد یو. هیڅوک نه پوهیږي چې ایا یو مهاجر یو قانون پلوه هیوادوال دی او که سخت دریځه طالب چې دلته د ازاد ژوندلپاره راځي. مونږ لیدلي چې استخباراتي موسسو او پولیسو یو شمیر طالبان او د بیت الله مسعود پلویان نیولي دي."

د پښتنو سره د ضدیت د سابقې په وجه مخالفین په متحده قومي نهضت باندې د طالبانو د تهدید د زیاتولو تور لگوي. خو د پولیسو جنایي څانگه وایي د بیت الله مسعود پورې تړلي ملیشه کسان په شل کسیزو یا ٢٥ کسیزو ډلو کې په هرو دیرشو یا پنځه دیرشو ورځو کې یو وار دلته رارسیږي چې استراحت وکړي او همداشان پیسې ټولې کړي.

دوی زیاتوي چې ملیشه کسان د جنایي لارو لکه یرغمل نیونه، بانک وهنې او یا په کوڅه کې د غلاو او داسې نورو جرمونو له لاژې پیسې ترلاسه کوي.

پولیس وایي عصمت الله چې گمان کیږي د وسله والو طالبانو غړی به وي، د ترهگرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې له وسلو سره ونیول شو.

یو شمیر په دې باور دي چې ښایي طالبان پر دغه ښار چې ١٦ میلونه کسان په کې اوسیږي، برلاسي شي. خو داسې ویره هم شته چې ښایي دوی دغه ښار د تاو تریخوالي له لارې بې ثباته او د هیواد نازک اقتصادي حالت نور هم خراب کړي.

XS
SM
MD
LG