د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د امنېتی قواود روزنی په قراردادونو کې' څارنه او تفتېش نشته'


د امرېکا د حکومت د تفتېش نوی رپوټ واېې چې د امرېکا هغه نظآمی اداره چې په افغانستان کې د افغان امنېتی قواود د روزنی مسوولېت لری دا قدرت او تواناېې نلری چې په مناسبه توگه د ملېونونو ډالرو د قراردادونو څارنه او کتنه وکړی.

دغه اداره چې د مشترکو امنېتی قواو قوماندانی تقرېبا ١٥ بلېونه ډالره بودجه لری چې د افغانستان له پوځ او د پولېسو له قواو سره مرسته وکړی.

د تفتېش هغه نوی رپوټ چې د سه شنبی په ورځ خپور شوېدی د ۴٠۴ ملېونو ډالرو په قرارداد باندی ېې تمرکز کړېدی.

رپوټ واېې چی دغه نظامی قوماندانی په کافې اندازه روزل شوی کسان په افغانستان کې نلری چې دا خبره ېقېنی کړی چې دا پېسی په هغو لارو ولگول شی چې ورته اختصاص شوېدی.

XS
SM
MD
LG