د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بې ځایه شویو لپاره مرسته وغوښته


د پاکستان صدراعظم د نړۍ نه غوښتي هغو کسانو ته د مرستو په رسولو کې ورسره مرسته وکړي چې د سوات او شاووخوا سیمو په جگړو کې بې ځایه شوي دي.

یوسف رضا گیلاني نن په اسلام آباد کې د نړیوالو مرسته کوونکو په یوه کنفرانس کې خبرې کولې. ددغه کنفرانس هدف د هغو داخلي بې ځایه شویو پاکستانیانو سره مرسته ده چې د طالبانو په خلاف د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله یې خپل کلي او کورونه پرې ایښي دي.

ښاغلي گیلاني وویل، چارواکي باید د جگړه ځپلو خلکو سره مشهودې او د پام وړ مرستې وکړي چې د تشدد په خلاف د دوی ملاتړ تر لاسه کړي.

گیلاني زیاته کړه، د پاکستان حکومت ددې بحران د هوارولو لپاره کافي امکانات نه لري.

د نړۍ څو ملکونو د پاکستان له بې ځایه شویو خلکو سره د ٢۴٢ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

ملگري ملتونه وايي، په تیره یوه میاشت کې د پاکستان په جگړو کې یو نیم میلیون خلک بې ځایه شوي دي او تیر کال هم ٥٠٠ زره خلکو خپل کلي او کورونه پرې ایښي وو.

د اسلام آباد حکومت وايي، له بې ځایه شويو خلکو سره د مرستې لپاره یې ١٠٠ میلیونه ډالر اختصاص کړي او هرې بې ځایه شوي کورنۍ ته به ٣٠٠ سوه ډالر مرسته ورکړي.

پرون د ملگرو ملتونو ادارې هم وویل، په کار ده چې نور کمپونه جوړ شي او له بې ځایه شويو خلکو سره د مرستې پروگرامونه پراخه شي.

XS
SM
MD
LG