د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: بهرنیان د سوات طالبانو سره مرسته کوي


پاکستاني چارواکي وایی چی خارجي مبارزین د پاکستان د سوات په ناوه کی د حکومتي قواو او طالبانو ترمنځ په جگړه کی د طالبانو سره مرسته کوي او د هغوی سره یوځای اوږه په اوږه جنگیږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عمر زمان کیرا د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کی خبریالانو ته وویل چی په دې کی هیڅ شک نه شته چی ځیني ازبکان، چیچنییایان او د نورو قومونو خلک د سوات په جنگونو کی لیدل سوي دي.

د پاکستان د اردو نطاق جنرال اطهر عباس د چهارشنبې په ورځ ویلي و چی د څو هفتو را پدې خوا چی د اردو تعرضي حملې شروع شوي دي، امنیتي قواو په ملکند کی ځیني خارجي مبارزین نیولي دي چی په هغو کی افغانان او عربان هم شامل دي.

همداراز په لاهور کی د ډیلي ټایمز ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ او ویې ویل چی چارواکو د ازبکو مبارزینو درې قوماندانان نیولي دي. هغوی سوات ته ددې د پاره راغلي وو چی د طالبانو سره په جگړو کی برخه واخلی.

دغي ورځپاڼي ویلي و چی دا خلک د افغانستان له لاري پاکستان ته را اوښتي وو.

XS
SM
MD
LG