د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په مینگوره کې سخته جگړه روانه ده


د پاکستان پوځ وايي، عسکر یې د سوات په مهم ښار مینگوره کې له طالبانو سره په جگړه اخته دي.

د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس نن خبریالانو ته وویل عسکر یې نن د مینگوري ښار ته ننوتل او کوښښ کوي چې له طالبانو نه دغه ښار ونیسي.

ملگري ملتونه وايي، د پاکستان په دغه سیمه کې د جگړو له امله دومره خلک بې ځایه شوي دي چې په تیرو شلو کلونو کې یې په نړۍ کې ساری نه دی لیدل شوی.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشر مارټین موگوانجا پرون وویل، د طالبانو په خلاف د پاکستان د پوځ د عملیاتو له ویرې دوه میلیونه خلکو خپل کلي کورونه پرې ایښي دي.

XS
SM
MD
LG