د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالیې له پایتخت نه خلک تښتي


د سومالیې په پایتخت موگادیشو کې د حکومتي عسکرو او اسلامي تندرو ډلو د هغو جگړو یوه ورځ وروسته چې نږدې ۴٥ تنه پکې ووژل شول، ځايي اوسیدونکي په تېښته روان دي.

په جگړه کې اکثره ملکیان وژل شوي او ویل کیږي چې ١٨٠ تنه نور زخمي شوي دي.

نن سهار د جگړې د یو څه ورو کیدو سره له ښار نه د اوسېدونکو د وتلو بهیر پیل شو. د ښار نږدې ۴٩ زره اوسېدونکي لا له وړاندې نورو سیمو ته تللي دي.

حکومتي عسکرو د جمعې په ورځ ددې لپاره عملیات پیل کړل چې په پایتخت کې له تندروانو نه د هغوی مرکزونه ونیسي.

د جمعې په ورځ ډیر پام د ایریتریا حکومت ته هم واوښت. پر دغه ملک باندې تور لگول شوی چې د اسلامي تندروانو ملاتړ کوي. افریقايي اتحاد له ملگرو ملتو نه پر دغه ملک باندې د بندیزونو د لگولو غوښتنه کړې ده.

د ایریتریا حکومت پر ځان باندې لگېدلي تورونه در کړي او ویلي یې دی چې د یوې نړیوالې دسیسې ښکار شوی دی.

XS
SM
MD
LG