د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا پخواني جمهور رئیس ځان وژلی


د جنوبي کوریا د پخواني جمهور رئیس نومو یوهن یوه مرستیال ویلي دي چې هغه خپل ځان وژلی دی.

مون جا وايي، پخوني جمهور رئیس خپل اصلي ښار گټي گیم های ته نږدې د غره له یوې لوړې څوکې نه د ځان د راغوځولو مخکې یو خط هم پرې ایښی دی.

رپوټونه وايي، ښاغلي نومو په خط کې لیکلي چې د هغه جسد باید وسوځول شي. هغه ژوند مشکل گڼلی او له دې امله یې بخښنه غوښتي چې ډیرو خلکو ته یې مشکلات پیدا کړي دي.

پولیس وايي، د رالوېدو پر وخت د هغه سر سخت زخمي شوی او د ښارگوټي له یوه کوچني روغتون نه د بوسان د ملي پوهنتون روغتون ته د انتقالولو پر وخت مړ شو.

چارواکي وايي، د پیښې د علتونو په باب تحقیقات کوي.

ښاغلی نومو٦٣ کلن. هغه له ٢٠٠٣ نه تر ٢٠٠٨م کال پورې د جنوبي کوریا جمهور رئیس و. د انتخابېدو پر وخت له هغه نه تمه کېده چې د اداري فساد مخه به نیسي.

ددې میاشتې په پیل کې، له ښاغلي نومو نه د هغو تورونو په باب تحقیقات شوي وو چې وايي، د واک پر وخت یې له یوه سوداگر نه شپږ میلیونه ډالر رشوت اخیستی و.

XS
SM
MD
LG