د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی ایران ته سفر کړی دی


د افغانستان جمهور رئیس ښاغلی حامد کرزی نن سهار د یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشری د ایران په دری اړخیزو خبرو کی د گډون لپارهچی پکی به د افغانستان، پاکستان، او ایران استازی شامل وی، د ایران اسلامی جمهوریت ته سفر کړی دی.

په دی غونډه کی چې وروستی خبر وایی پیل شوې د سیمی امنیتی حالت او د افغانستان د بیا جوړونی په هکله بحث او خبری وشی.

همدا رنگه په نظر کی ده چی د افغانستان جمهور رئیس به د ایران د اسلامی جمهوریت له لار ښود آیت الله خامنه ای د ایران له جمهور رئیس محمود احمدی نژاد او د پاکستان له جمهور رئیس آصف علی زرداری سره وگوری.

د افغانستان له جمهور رئیس سره په دی سفر کی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی رنگین دادفر سپنتا، د افغانستان د ملی امنیت سلا کار ښاغلی زلمی رسول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG