د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان امنیتي ځواکونه د سوات په دره کې کوڅه په کوڅه گرځي


د پاکستان امنیتي ځواکونه د سوات په دره کې کوڅه په کوڅه گرځي چیرته چې د پاکستان د اردو په وینا سخته جگړه روانه ده.

د ای بي سي د خبریال په وینا پاکستان یو د خطرناکو هیوادونو له جملې څخه دی. د اردو عسکر د شنبې په ورځ د مین گورې ښار ته ننوتلي چې د شلو زرو په شاو خوا کې خلک په کې اوسیږي.

دا سیمه په شمال لویدیځ پاکستان کې یو له ستراتیژیکو نکتو څخه ده چې د دریو کالو راپدیخوا د طالبانو له خوا اداره کیده.اردو دا ځای درې ورځې مخکې له سختې جگړې وروسته ونیو.

ملیشه وسله والو له دې ځای څخه د قوماندې د مرکز په توگه استفتاده کوله، او په دغه ځای کې یې غارونه کیندلي و.

د ای بي سي خبریال وایي:

"د پاکستان اردو مونږ دغه ځای ته راوستو ترڅو مونږ ته وښایي چې د سوات د درې د نیولو لپاره جگړه گټي، چې د دریو اونیو له په دېخوا دلته د طالبانو په مقابل کې جنگیږي. او مونږ ته یی د ښاري سمې مرکزونو ته د نژدې کیدو اجازه را نه کړه."

د اردو ویاند جنرال اطهر عباس:

"که تاسې په لږ وړاندې فاصله کې دغو لوړو ته وگورئ، ددغو لوړو شاته تاسو لوی ښار لیدای شئ چې منگوره ده."

د شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره اردو د منگورې ښار ته ننوتله او طالبانو ته د ماتې ورکولو په مقصد یې کور په کور جگړه پیل کړه.

د شپږو میاشتو راهیسې مینگوره د طالبانو تر کنترول لاندې وه. ښوونځي یې وران کړل، او د خپلې خوښې قضایې چارې یې هلته پیل کړې.د هغوی وحشیانه اعمالو جگړه مشهوره کړه. خو د خبریال په وینا دا اسانه نه ده چې یوې یاغیگرۍ ته چې په خلکو کې یې نفوذ کړی وي، ماتې ورکړل شي.

"د پاکستان اردو دوه ځلې مخکې هم په سوات کې د طالبانو پر ضد جگړه کړې. او جگړه هر ځل د سولې په موافقې پای ته رسیدلې. څه ضمانت کولای شئ چې بیا دې همداسې ونه شي؟"

"خلک له اردو څخه غواړي چې دا کار پای ته ورسوي او ملیشه له دې درې څخه ورک کړي. د اردو د عملیاتو نه پراخه سیاسي پلوي موجوده ده. او په همدې خاطر ټولو دغو کارونو داسې شرایط رامنځ ته کړي چې په دې دره کې یې ملیشه وسله وال منزوي کړي دي."

ای بي سي خبریال وایي ښایي طالبان منزوي شوي وي، خو اوس هم زور لري. دوه ورځې مخکې دوی په پیښور کې یو مارکیټ له مینځه یووړ.

له بلې خوا د سوات په دره کې د طالبانو دواکمنۍ د ختمولو لپاره د مین گورې نیول د پاکستان اردو ته مهم دي. دا په داسې حال کې دي چې ملگري ملتونه وایي د یو میلون او اوو سوو زرو خلکو له جملې څخه چې د جگړې له ویرې تښتیدلي یواځې یوسلو شپیته زره یې په کمپونو کې ژوند کوي.

او نور اکثر مهاجر یا د دوستانو او خپلوانو او یا هم د ښوونځیو په شان په حکومتي ودانیو کې اوسیږي.

په دې ترڅ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د استرلیا خاص استازي ریچارد سمیت د پاکستان په سوابې کې د بې ځایه شوو خلکو کمپ ته لاړ او څه دپاسه نهه میلونه ډالر یې د بې ځایه شوو خلکو سره د عاجلې مرستې په توگه ورکړل.

او ویې وویل: "متاسفانه ډیره خواشینوونکې ده چې خلک، کورنۍ په دې حالت کې ولیدل شي، خاصتا د ماشومانو حالت سړی ډیر خپه کوي."

د جمعې په ورځ د پنځه سوه دریڅلویښت میلونو ډالرو تقاضا وکړه چې د سوات درې له بې ځایه شوو لپاره خوراکي مواد، روغتیایي چارې او ترسره کړي او زده کوونکو ته د زده کړو امکانات برابر کړي.

ملگري ملتونه وایي په دې شمیره کې د امریکا د ١١٠ میلونو ډالرو وعده شوی مرستې له جملې څخه ٨٨ میلونه ډالر هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG