د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کی د فیس بوک ویب سایډ باندی بندیز لگول شوی دی


په ایران کی د جمهوری ریاستمقام ته د انتخاباتونه دوی اونی مخکی د فیس بوک په ټولنیز نړیوال ویب سایډ باندی بندیز لگول شوی دی.

د شنبی په ورځ د ایران د کار خبری اجنسی رپوټ ور کړ چی په ایران کی زیات شمیر انټرنیټی شبکو ته د بندیدو خبر ورکړل شوی دی.

فیس بوک د فرانسی خبری آژانس ته ویلچی ددوی کمپنی ددی رپوټ په هکله پلټنه کوی چی ولی دا سایډ په داسی وخت کی تړل شوی چی انتخاباتوتهدرایه ورکونکو لپاره د انټرنیټ له لاری د معلوماتو آسانتیاوی برابری شوی وی.

بل پلو، پرونپه سلهاو زره ایرانیان د اصلاح غوښتونکی سیاسي ډلی د کاندید په ملاتړ چې د اوسني جمهور رئیس محمود احمدي نژاد په وړاندی دریدلای دید لویی غونډو په ترڅ کی یو ځای را ټول شوی و.

دا غونډه د تهران په لوی ورزشي ستیدیم کی چی دولس زره خلک پکی ځاییږی را غونډ شوی و. پدی خلکو کی مشهوری څیرې د فلم لوبغاړي د فلم جوړونکي، سیساي فعالین او په زرهاونور عام خلک شامل و.

د ازادی په نومپه سپورتي ستیدیم کید راټولو شویو کسانو په منځ کی زیات شمیر محصلین هم شامل وچی د اصلاح غوښتونکی گوند مشر په راتلونکو انتخاباتو کیکاندید،میر حسین موسويپلوي ییکوله.

XS
SM
MD
LG