د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراییل دفاع وزیر د ناقلو یهودیانو غیر قانونی استوگن ځایونه په اړه


د اسراییل دفاع وزیر نن وویل که ضروري وي نو دیته به اړ شي چې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کی به د ناقلو یهودیانو شل جوړ شوی استوگنځایونه د زور نه په استفادې له منځه یوسي.

ایهود بارک دا څرگندونی نن څو وروځی وروسته له هغه کوي چی اسراییلی قواو دیته ورته یوه برخه له منځه یوړه.

دا کلونه کلونه کیږی چی اسراییل امریکا ته هماغه زړه ژمنه کوي چې دوی به غیر قانونی جوړ شوی ځایونه ړنگ کاندي خو پری دا نیوکه ده چی د خپلو خبرو سره سم عمل نه کوی.

ددې نه دا په ډاگه کیږی چی د اوباما حکومت پر اسراییل باندی دا فشار زیات کړی چی د ناقلو یهودیانو غیر قانونی استوگن ځایونه دې له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG