د لاس رسي وړ اتصالات

د تهران په غونډه کې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې باندې ټینگار وشو


د یکشنبې په ورځ په تهران کې د دریو هیوادونو ترمنځ د یوې ورځنۍ غونډې په پای کې د افغانستان، پاکستان او ایران مشرانو د سیمې څخه د سخت دریځۍ، نزاع اچولو او د مخدره موادو د قاچاق د له مینځه وړلو لپاره د پراخو هڅو غږ وکړ.

په تهران کې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د یوې ورځنۍ غونډې په پای کې په خبري کنفرانس کې د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري وویل د درې واڼو هیوادونو ترمنځ د درې اړخیزې همکارۍ په اړه پوره یووالی رامنځ ته شو.

"لږ مخکې مونږ د هغو گواښونو په وړاندې چې ورسره مخامخ یو، یوه پراخه او مثمره څیړنه درلوده. زه ډیر خوشاله یم چې نن مونږ درې واڼه هیوادونه سره نور هم نژدې شو. مونږ د درې اړخیزې همکارۍ په اړه د نظر پراخ یووالی ته ورسیدو."

په خبري کنفرانس کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي وویل: زه د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ایران او پاکستان خلکو ته اطمینان ورکوم چې افغانستان به د یو دوست په توگه ستاسو په څنگ کې ولاړ وي. او د پرمختیا او ثبات د رامنځ ته کیدو لپاره په ټولو هڅو کې به له تاسو سره شریک وي. هغه زیاته کړه.

کرزی: "کچیرې مونږ د افکارو د تبادلې له لارې خپلې ستونزې حل کړو او غونډې وکړو، نو مونږ به د راتلونکې لپاره او زمونږ د ولسونو د ودې لپاره ډیر ښه چانس او موقع ترلاسه کړو."

د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد وویل چې نن زمونږ سیمه د مختلفو عواملو د تاثیر لاندې ده او یواځني عامل چې کولای شي دغه مشکلات له بیخه حل کړي هغه زمونږ گډ تاریخ او گډ ملي ارزښتونه دي. هغه زیاته کړه.

"نن زمونږ سیمه د سختو او پیچلو ستونزو سره مخامخ ده او دا د مختلفو ستونزو زیږنده ده چې کلتوري ارزښتونو ته په مراجعې او د درې واڼو هیوادونو په قابلیت باندې تکیه، هغه یواځنی لار ده چې دغه ستونزې د سیمې د گټو سره سم حل شي."

د افغانستان جمهور رئیس تیره شپه د پاکستان د جمهور رئیس اصف علي زرداري سره په تهران کې په ځانگړې توگه وکتل او له هغه سره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ په مختلفو اړخونو او د ترهگرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د تهران دغه غونډه د اصف علي زرداري په وړاندیز جوړه شوی وه. هغه د مارچ په میاشت کې د ورته غونډې په ترڅ کې د احمدي نژاد او حامد کرزي سره له لیدنې وروسته د بیا خبرو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG