د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان عسکر د سوات په ناوه کې له طالبانو سره په جگړه اخته دي


د پاکستان پوځ واېې چې عسکرو د سوات په ناوه کې له افراطېانو سره تهاجیمی جگړی ته ادامه ورکړېده. همدغی جگړی تقرېبا دوه ملېونه کسان بې کوره کړېده.

تورن جنرال اطهر عباس د دوشنبی په ورځ ووېل چې ښاېې اوه ورځی وخت به پکاروی چې افراطېان د سوات له مهم ښار مېنگوری نه واېستل شی.

نظآمی خبر لېک واېې چې لږ تر لږه څلور افراطېان په تېرو څلوروېشت ساعتونو کې ووژل شول او څوتنه نور ونېول شول.

رپوټ واېې چی عسکرو څو مهم ځاېونه نېولی دی په دې مالم جبه هم شامله ده. دا ځاې د سېلانېانو ډېر مهم ځای ته نېژدی و خو افراطېانو ترېنه د روزنی کمپ جوړ کړې دی.

د ملگرو ملتونو د مهاجرېنو د اداری نطاق واېې چې دوه اعشارېه ٣٨ ملېونه کسان په دغو جگړو کې بې کوره شوېدی. ملگرو ملتونو په دې ترڅ کې ٥۴٣ ملېونه ډالره نوره مرسته غوښتی ده.

د پاکستان پوځ ددی مېاشتی په سر کې تهاجمی حمله، وروسته له هغه نه شروع کړله چې افراطېانو د سولی له تړون نه سرغړونه وکړه او د پاکستان پاېتخت اسلام اباد ته سل کېلومتره ورنېژدی شوی وو.

د پاکستان پوځ واېې چې تراوسه پورې ١١٠٠ افراطېان او لږتر لږه ٦٣ عسکر په ددې تهاجمی حملی په ترڅ کې وژل شوېدی.

XS
SM
MD
LG