د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په شمال کې د ناټو دری سر تیری ووژل شول


په افغانستان کې د ناټو قواوې واېې د کابل په شمالی کې د ېوې چاودنی په ترڅ کې ددوی دری تنه عسکر ووژل شول.

د اېتلاف چارواکی واېې چې د سه شنبی په ورځ د کابل په شمال کې ېو نظآمی کاروان په نښه سوی و او د بم چاودنه پرې وشوه.

تر اوسه پورې د وژل شویو عسکرو دملېتونو په باب تفصېلات ندی خپاره شوی.

افغان چارواکی واېې چې ېوه ځان مرگي خپل موټر چې له چاودونکېو موادونه ډک ود کاپېسا په ولاېت کې له نظامی کاروان سره وجنگاوه.

رپوټ واېې چې په دغه چاودنه کې پر عسکرو سر بېره ېو ملکی سړی وژل شوېدی.

تر اوسه پورې هېچا ددې حملی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی. خو د اېتلاف اوافغانستان قواوې د طالبانو په مشری له بغاوت سره په ټول هېواد کې په جگړه بوختی دی.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما امر کړېدی چې ٢١ زره نور عسکر افغانستان ته ولېږی چې هغه اته دېرش زره عسکر تقوېه شی چې همدا اوس په افغانستان کې پراته دی.

XS
SM
MD
LG