د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کورېا دوه نور توغندی وازموېل


د جنوبی کورېا خبری اژانس واېې چې شمالی کورېا د لنډ واټن دوه نور توغندی هم ازموېلی دی. که څه هم نړېوالو ددوشنبی په ورځ دهغی د اټومی ازموېنی غندنه وکړه.

رپوټ واېې چی توغندی د شمالی کورېا د ختېځ ساحل نه و توغول شول. شمالی کورېا ددوشنبی په ورځ هم دری توغندی ازموېلی وو او له زمکی لاندی ېې ېوه اټومی چاودنه کړی وه.

ددوشنی په ورځ ناوخته د ملگرو ملتونو دامنېت د پنځلس کسېزې شوری په ېوه عاجله غونډه کې چې روسېه امرېکا، او چېن هم پکی شامل وو د شمالی کورېا اټومی ازموېنه د راېو په اتفاق محکومه شوه.

د امنېت شوری واېې چې شمالی کورېا ته به سخت ځواب ورکړی.

خو دا معلومه نده چې ملگری ملتونه په ترکوم حد پورې ولاړشی.

XS
SM
MD
LG