د لاس رسي وړ اتصالات

'امریکا هڅه کوې چی هغه اختلافات چی د طالبانو په مینځ کې دی ومومی'


د امریکا د باسټن گلوب ورځپاڼه لیکي، امریکا داسې پراخ تحقیقات پیل کړي دي چې غواړي د طالبانو سره تړلې بیلا بیلې ډلې معلومې کړي او له هغوی سره د مذاکراتو امکانات وڅیړي.

باسټن گلوب لیکي، د امریکا د استخباراتو ادارې کوښښ کوي د هغو قومونو په اړه معلومات پیدا کړي چې له طالبانو سره تړلي دي او د ډیپلوماتیکو او اقتصادي مرستو له لارې له طالبانو سره د ځینو دغو قومونو اړیکې پرې کړي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د دفاع د وزارت چارواکي وايي، ددې کار ابتکار د لومړي ځل لپاره جنرال ډیویډ پټریاس په عراق کې کړی و.

د پوځ او استخباراتو چارواکي وايي، دوی د هغو بیلا بیلو ډلو په باب ډیر لږ معلومات لري چې په افغانستان او پاکستان کې جگړه کوي او په دې باور دي چې پر ځینو باندې په ناسم ډول د طالب ټاپه وهل شوې ده.

له دې سره اوس د هغو دوو ډلو توپیر کول مشکل شوي چې یوې یې تر ټولو جدي خطر پیښ کړی او بله یې د افغانستان او یا پاکستان له حکومت سره قدرت شریکول غواړي.

باسټن گلوب د امریکا د دفاع د وزارت د یوه عالي رتبه مشر خبره را اخیستې ده چې خپل نوم نه اخلي او د طالبانو په باب په روانو تحقیقاتو کې شامل دی. دی وايي: "داسې ډلې شته چې کیدای شي را بیل کړل شي".

ورځپاڼه وايي، په دې تحقیقاتو کې د امریکا په داخل او خارج کې په سلگونو د استخباراتو مامورین او سیاسي څیړونکي شامل دي او ټاکل شوې ده چې تر آینده یوه کال پورې دوام ولري. دا کار به د جمهور رئیس اوباما د هغه پلان سره مرسته وکړی چې غواړي د القاعده په شبکې پورې تړلي خلک وځپي او په افغانستان او پاکستان کې ثبات ټینگ شي.

باسټن گلوب د راډیکال اسلام او تروریزم د چارو د امریکايي ماهر پیټر برگن له خولې لیکي: "دا کار د مخ په وړاندې تگ اساس دی. د افراطیت د مخنیوي آسانه لاره دا ده چې د خلکو د افراطی کېدو مخه ونیول شي".

ورځپاڼه وايي، د چارواکو له قوله لومړنی قدم به دا وي چې د طالبانو پاتې خلک پیدا او معلوم شي. په دې کې د مولوي جلال الدین حقاني، او گلبدین حکمتیار په څیر ځینې کسان هم شامل دي چې کیدای شي خبرو اترو او مذاکراتو ته زړه ښه کړي. د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر څنگ دغه اشخاص هم قدرت ته د رسېدو اصلي سیالان گڼل کیږي.

د باسټن گلوب روځپاڼه لیکي، د طالبانو د ځینو مشرانو په باب ویل کیږي چې د کابل له حکومت سره د سولې په خبرو اخته دي.

رپوټ وايي، د دوی تر څنگ ځینې د القاعده مشران او عرب اتباع هم ولاړ دي چې باور کیږي دا وخت یې په پاکستان کې مرکزونه جوړ کړي او همدا کسان دي چې له امریکا سره یې د هیڅ ډول پخلاینې امکان نه لیدل کیږي.

چارواکي وايي، په سیمه کې ځینې نور بهرني اتباع لکه چیچنیایان، ازبکان او د اویغور خلک هم شامل دي چې د دوی اصلي هدف ندی معلوم چې بالاخره څه غواړي.

باسټن گلوب لیکي، د امریکا د دفاع د وزارت یو عالي رتبه مشر وايي: "اکثره دغه خارجي اتباع د تیرو شلو کلونو راهیسې هلته پراته دي. دوی په افغانستان کې د شوروي په خلاف د جهاد په شروع کې راغلي وو او اوس په قومونو کې بیخي مخلوط شوي دي".

XS
SM
MD
LG