د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په کمپونو کې د وبا د خپرېدو خطر


خیریه ټولنو اندېښنه ښودلې چې د پاکستان د سوات د شاووخوا سیمو د بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې د ناروغیو د خپرېدو امکان شته.

د ملگرو ملتونو ادارې په قبایلي سیمو کې د سخت روغتیايي بحران د راپیدا کیدو خبرداری ورکړی دی او وايي چې کافي امکانات نلري چې له دغو ټولو د اړمنو خلکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

ملگري ملتونه تخمین کوي چې د تیرې یوې میاشتې راهیسې په سیمه کې د طالبانو په خلاف د حکومت د عملیاتو د پیل راهیسې دوه اعشاریه شپږ میلیونه خلکو خپل کورونه پرې ایښي دی.

یو شمیر یې د خپلو خپلوانو په کورونو او کرايي کورونو کې ژوند کوي. نږدې دوه لکه دغه بې ځایه شوي خلک قبایلي سیمو ته نږدې ه ٢٧ کمپونو کې اوسیږي.

په پیښور کې د روغتیا د نړیوالې ادارې د پاکستان د څانگې مسئول خلیف بیله وايي، تر اوسه پورې صحي ادارې تونېدلي دي چې د رابرسېره کېدونکو روغتیايي ستونزو مخنیوی وکړي.

دی وايي، د مثال په ډول د بې ځایه شویو خلکو په دغو کمپونو کې تر اوسه پورې د شري ٢۴ ډولونه خپاره شوي خو مخه یې نیول شوې ده.

"خو د غټو ساري ناروغیو د خپرېدو امکان شته. د مونسون یا دوبي موسم رارسېدونکی دی. په دغه موسم کې لنده بل زیاتیږي، سیلاونه راځي او دا به مشکل نور هم زیات کړي. نو د ساري ناروغیو په وړاندې مبارزه به زموږ تر ټولو مهم او مشکل ماموریت وي".

بیله وايي، داخلي بې ځایه شوي خلک اکثره بې وزلي دي او د ناروغیو له خطر سره مخامخ دي. اکثره میندو او ماشومانو دغو کمپونو ته تر رارسېدو پورې هم ډیرې ستونزې گاللي وي.

خو د روغتیا د نړیوالې دارې مامورین وايي، د هغو خلکو حالت تر دې هم خراب دی چې د جگړې په سیمه کې بند پاتې دي. دوی وايي، د سوات په شاووخوا کې پنځوس فیصده روغتونونه تړل شوي او ډاکتران له سیمې وتلي دي.

XS
SM
MD
LG