د لاس رسي وړ اتصالات

لاهور کې چاودنې ډیر خلک وژلي


پاکستاني پولیس وایي د لاهور د ښار په ځان وژونکي بمي چاودنې کې لږ تر لږه ٢٣ کسان وژل شوي، څه د پاسه سل کسان ټپي دي او څو ودانیو ته سخت زیان رسیدلی دی.

چارواکي وایي دا پیښه د چارشنبې په سهار وشوه. دا په داسې حال کې دي چې ملگري ملتونه وایي د طالبانو پر ضد د اردو د عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه څه دپاسه دوه عشاریه درې میلونه کسان بې ځایه شوي دي.

د رپوټونو له مخې وسله والو کسانو چې په چاودیدونکو موادو بار یو موټر کې ناست و د چارشنبې په سهار یې په لاهور کې د پولیسو او استخباراتي موسسې د دفترونو پر ودانیو برید وکړ، په لسگونو کسان یې ووژل او څه دپاسه سل تنه نور یې ټپیان کړل.

چارواکي وایي لږ تر لږه څلور تنه چې پر وسلو سمبال و، له موټر نه راښکته شول او د استخباراتي ادارې پر نمایندگۍ یې ډزې پیل کړې او کله چې امنیتي ځواکونو متقابلې ډزې وکړې، دوی په یوې سترې بمي چاودنې لاس پورې کړ.

د پنجاب د ایالتي حکومت وزیر خبریالانو ته وویل چې په پیښه کې دیرش تنه وژل شوي دي. همداشان د روغتیایي چارو یو لوړپوړي مامور د ټپیانو شمیره ١١٦ تنه څرگنده کړه خو پولیس وایي چې د ٢٥٠ تنو په شاو خوا کې ټپیان شوي دي.

لاهور د پاکستان یو لوي کلتوري ښار دی چې د هند پولې ته څیرمه پروت دی.

هند د لاهور بمي پیښه وغندله او د پاکستان له حکومت نه یې وغوښتل چې د هند سره یوځای د سخت دریځو پر ضد مبارزه وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزیر سومانا هالي کریشنا وایي:

"هند تل داسې موقف نیولی چې هر چیرته چې برید کیږي مونږ هغه په ټینگه غندو. مونږ د پاکستان حکومت ته خپله خواخوږي څرگندو، او د هغوی په وسیله هغو خلکو ته چې دوستان یې له لاسه ورکړي. مونږ هیله لرو چې هند او پاکستان د ترهگرۍ پر ضد د جگړې لپاره سره لاس یو کړي."

د لاهور ښار بمي پیښې دا ویره رامنځ ته کړې چې د افغانستان سره له پرتو سرحدي سیمو تاو تریخوالی اوس د پاکستان نورو سیمو ته هم په پراخیدو دی.

د یو محلي تلویریون په وینا پولیسو دوه تنه د پیښې سره په تړاو نیولي دي، خو د اسوشیتید پرس تلویزیون په ناپیلې توگه سمدستي دغه ادعا روښانه نه شوه کړای.

د لاهور وژونکې پیښه په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان اردو د طالب ملیشو په وړاندې د سوات په دره کې د یوې میاشتې راهیسې په عملیاتو بوخت ده. اردو وایي چې تر اوسه یې تقریبا یوولس سوه یاغیان وژلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې ملگري ملتونه وایي د سوات درې د عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه نژدې دوه میلونه او درې سوه زره کسان بې ځایه شوي دي.

په دې اټکل کې هغه پنځه نیم سوه زره کسان نه دي شامل چې دمخه د باجوړ په قبائیلي سیمه کې د جگړو په وجه بې ځایه شوي دي.

باجوړ د افغانستان د پولې اخوا پروت دی چې له پاکستان څخه ختیځ افغانستان ته د ملیشه وسله والو د راتگ عمده لار ده.

د تیر کال د اگست په میاشت کې په دې سیمه کې چې د طالبانو او القاعده شبکې د غړو عمده پناه ځای بلل کیږي، د پاکستان اردو عملیات وکړل.

په باجوړ او سوات کې جگړې په سلگونو زره کلیوال تیښتې ته مجبور کړل، د ملگرو ملتونو په وینا ددې مهاجرو څخه د شلو زرو په شاو خوا کې کسان د پولې بلې خوا افغانستان ته لاړل چې د خپلوانو او دوستانو سره اوسیږي.

د پیښور ښار په څنډه کې د کچه گړۍ کمپ چې یو وخت د افغان مهاجرو لوی کمپ و، او په ٢٠٠٧ کال کې وتړل شو، تیر کال د سپتمبر په میاشت کې بیرته پرانست شو.

اوس په کې څوارلس زره کسان اوسیږي چې تقریبا د باجوړ د بې ځایه شوو دوه زره څلور سوه کورنیو غړي دي.

دا مهاجر بوږنوونکې کیسې کوي. دوا جانه چې شپیته کلنه ده د کورنۍ پنځه غړي یې په بمباریو کې وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو موسسه غیر خوراکي شیان لکه خیمه، کمپلې، توشک او د پخلي سامان ورکوي، خو هغوی خوراکي مواد نه لري او بریښنا هم نشته.

په داسې حال کې چې نور بې ځایه شوي ورته کیسې لري، د کمپ چارواکي وایي دوی د سختې گرمۍ او د مختلفو ناروغیو د رامنځ ته کیدو په وجه اندیښمن دي.

XS
SM
MD
LG