د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالیې په پایتخت کې ناارامۍ دوام لري


په سومالېه کی دحکومت مخالفو چرېکانو په پاېتخت موگه دېشو کی د جمهوری رېاست په ودانئ باندی دهوانونو ډزی کړی دی.

اوه کسه په دغو ډزو کی وژل شوی دی. عېنی شاهدانواو دپوځ ېوه وېاند نن ووېل چه دا پیښه دسه شنبی په ورځ ناوخته وشوه او هاونونو خپل هدف خطا کړ.

د جمهوری رېاست دودانئ سره نژدی کورونه ولگېدل. ځېنی راپوورنه واېې چه په دغه حمله کی دسومالېې د حکومت څو کسه عسکر هم وژل شوی دی. خو درست معلومات لا تراوسه پوری نشته.

اسلام پال چرېکان کوښښ کوی چه دسومالېې حکومت راچپه کړی او په روانه مېاشت ېې خپلی تعرضی حملی شروع کړی.

په موگه دېشو کی په ېوه مېاشت کی دوه سوه کسان په جنگ کی وژل شوی دی او ملگری ملتونه واېې چه تقرېبا اوه شپېته زره خلک ددغه ښار نه دجنگ له امله دخپلو کورونو نه وتلی دی.

XS
SM
MD
LG