د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د عملیاتو په باب ضد او نقیض رپوټونه


یوه افغان مامور او د امریکا اردو ویلی دي چی گډو امنیتي قواو د پکتیکا په ولایت کی د یاغیانو په یوې ډلي باندی حمله کړې ده، مگر دا چی په دې حمله کی څومره خلک وژل شوي دي، ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي دي.

د پکتیکا د والي یوه نطاق حمیدالله زواک نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی افغان پولیسو او د ناتو قواو د ( وړ ممی ) په ولسوالي کی د شپې له خوا ځمکنۍ او هوایي حملې وکړې او ٢۴ یاغي طالبان یې ووژل.

د امریکا د اردو یوه نطاق هم دا حملې تایید کړي خو ویلي یې دي چی ٢٩ یاغیان وژل شوي دي. هغه وویل چی د ناتو د قواو یو عسکر هم په دې جگړه کی زخمي سوی دی.

له بلي خوا د آسترالیا د اردو له خوا د تحقیقاتو نه څرگندیږي چی د افغانستان په جنوب کی د جنوري په میاشت کی د یاغی طالبانو سره په جگړه کی د ملکي خلکو په وژلو کی به شاید آسترالیایي عسکر مسئول نه وو.

د آسترالیا ددفاع وزارت نن وویل چی ددوی تحقیقاتو دا ښودلي دي چی د مرمۍ هغه ټوټه چی د یوه زخمي سړي د بدن نه را اخیستل شوې او کتل شوې ده، هغه د آسترالیاد نظامي مهماتو سره تطابق نه لری.

XS
SM
MD
LG